د لاس رسي وړ اتصالات

"کرزی ممکن ٢١ وزیران برطرفه کړي"


د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي په کابینه کی د تغیراتو په باب راز راز اوازې خپرې شوي دي.

د کاناډا د گلوب اینډ مېل ورځپاڼې د جمعې دورځی په گڼی کې لیکلي دي چی انتظار کيږي چی جمهور رئیس حامد کرزی د اداری فساد د له منځه وړلو دپاره د خپلی ژمنی د پوره کولو او د فاسدو مامورینو د تصفیه کولو په منظور د کابینې له شپږ ویشتو وزیرانو څخه یوویشت تنه برطرفهکړي.

ورځپاڼه لیکي چی په کابینه کی دغه راز تغیرات به د یو څه وخت دپاره د لویدیځو هیوادونو اندیښنې کراري کړي چی وایي که چیری ښاغلی کرزی د اداری فساد د له منځه وړلو دپاره گام پورته نه کړينومرستی به ورباندیبندی کړی.

خو ورځپاڼه وایی خبره په د ې کی ده چی که کرزی دغه کار وکړینو ډېر هغه جنگ سالاران به خوابدی کړی چی په حکومتی اداره کی ډېر زیات نفوذ لری او هر وخت کولای سی چی په افغانستان کی ډیموکراسی تهدید کړی.

ورځپاڼه وایی څرنگه چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی ډېر زیات غبن وسو او د هغه پر پنځه لسواوسینو او پخوانیو وزیرانو باندی جنایی تورونه ولگېدل نو هغه اوس دې ته مجبور دی چی تغیرات راولی او په داخل او خارج کی خپل قانونیت ثابت کړی. هغه په خپله افتتاحیه وینا کی ژمنه وکړه چی په حکومتی ادارو کی به فساد ختموی اومرتکبین به د عدالت منگولو ته سپاری. هغه وویل چی ټول عالی رتبه مامورین باید خپله شته منی وښیی او دا خبره سپینه کړی چی اوسنی شتنه منه یې له کومه کړې ده .

د گلوب اینډ مېل ورځپاڼه لیکی جمهوریس بارک اوباما ددې هفتې په سر کی په خپلی وینا کی وویل چی متحده ایالات افغانستان ته په دې شرط مرستی ورکوی چی په هغه هیواد کی اصلاحات راسی. د جمهوریس کرزي له افتتاحیه ویناڅخه مخکی خارجه وزیری هیلری کلینټن او ددفاع وزیر رابرټ گیټس وویل چی متحده ایالات به له هغو وزارتونو سره چی مشران یې فاسددي خپلی مرستی بندی کړی.

د جمهوریس کرزي یوه نیژدې سلاکاردا خبر تایید کړه چی هغه کابینه تصفیه کوي. ده وویل چی هغه له جنگ سالارانو سره وعدې کړي دي مگرد لوېدیځو هیوادونو فشار د جنگ سالارانو تر تهدید زیات دی.

ورځپاڼه لیکی کله چی ښاغلي کرزي د کال ٢٠٠۴ د انتخاباتو څخه وروسته کابینه جوړه کړه نو جنگ سلارانو دونه ملېشې درلودې چید حکونت د نسکورولو توان یې درلود. خو اوس حکومت ١٨٥ زره تنه امنیتی قوه لری او د جنگ سالارانوچاره کولای سی، او له هغوی سره پخوانی قدرت پاته نه دی.

ښاغلی کرزی به خپله کابینه اولسی جرگې ته وړاندی کوی . د اولسی جرگې غړي شکریې بارکزی چی گمان کېږی په راتلونکې کابینه کی به وزیره وي وویل چی د کابینې د منلواو ردولو توان زموږ سره دی . زه به شپږو یا اوو وزیرانو تهد باور رایه ورکړم باقی پاته بایدولاړ سی.

ورځپاڼه وایی د افغانستان لوی څارنوال په د ې تازه شپو ورځو کی وویل چی د کابینې دپنځه لسو اوسنیو او پخوانيو وزیرانو څخه تحقیقات کېږی او له دې څخه دا څرگنده سوه چی اداری فساد په حکومت کی څونه ژوری ریښې ځغلولي دي.

شکریې بارکزی وویلددې ستونزي مسول جمهوریس دی او د حلولو مسولیت یې هم د هغه پر غاړه دی. کنه نو د هغه قانونیت او مشروعیت د منلو نه دی.

XS
SM
MD
LG