د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د عسکرو راوتل د افغانستان نه د وتلو  معنی نلري


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي چې د څو کالونو راپدیخوا دامریکا متحده ایالات د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د ځای ځایګي په اړه استخباراتي معلومات لرلي دی.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس ، د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن او د ملي امنیت سلاکار جمز جونز پرون د یکشنبې په ورځ د یوه امریکایي تلویزون سره په مرکو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو او یا ژوندي نیولو په اهمیت باندې ټینګار کړیدی.

امریکایي چارواکو همدارنګه د جمهور رییس باراک اوباما د هغې پریکړې ملاتړ کړیدی چې افغانستان ته به لومړی دیرش زره نور امریکایي عسکر استوي او وروسته به بیا په 2011 کال کې د هغه هیواد نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل شي.

ښاغلي ګیټس وویل چې د عسکرو راوتل د افغانستان نه د وتلو د ستراتیژۍ معنی نلري بلکه دا به افغاني قواوو ته د امنیتي چارو د مسولیت سپارل وي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي قواوو ته به د امنیت د ساتنې مسولیت سپارل د هیواد په هغو سیمو کې پیل شي چې امنیت پکې ټینګ وي او په پاتې سیمو کې به شرایطو ته په پام سره دا چارې تر سره شي.

امریکایي چارواکو همدارنګه ویلي دي چې د افغانستان نه د عسکرو د راایستلو لپاره د نیټې ټاکل به د افغانستان حکومت دیته وهڅوي چې خپلې امنیتي قواووې زر تر زره جوړې کړي.

له بلې خوا بیا افغاني او امریکایي چارواکي د هغو طالبانو سره د خبرو اترو په اهمیت باندې ټینګار کوي چې غواړي د جګړې نه لاس واخلي او د سیاسي پروسې سره یو ځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن پدې خبرې شک وښوده چې د طالبانو مشران به د خبر اترو د پیل نه مخکې دا شان شرایطو ته غاړه کښیږدي.

خو د دفاع وزیر رابرت ګیټس بیا وویل که چیرته د جګړې په ډګر کې د ا فغانستان امنیتي قواوې او امریکایي قواوې د طالبانو د تحرک مخه ونیسي نو په راتلونکې که به د سولې خبرو ته نوره هم زمینه مساعده شي.

په عین حال کې په افغانستان کې دیره نړیوالو قواوو پرون د یکشنې په ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې په یوه هوایي برید کې یو شمیر هغه یاغیان وژلي دي چې غوښتل یې چاودیدونکي مواد د سړک په غاړه کې ځای پر ځای کړي.

نړیوالو قواوو د پیښې په ځای کې یوه اندازه چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړیدي او له منځه یې وړي دي.

همدرانګه نړیوالو قواوو ویلي دي چې دوه تنه چی د طالبانو گومان یی پری کړی و، په کندهار ولایت او یو تن بل یې د غزني په ولایت کې نیولي دي.

پدغو بریدونو او عملیاتو کې ملکي کسانو ته هیڅ زیان ندی اوښتی.

XS
SM
MD
LG