د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: افغانستان تر آینده ٢٠ کلو غټ پوځ نشی تمویلولای


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وايي دده حکومت به په دې قادر نه وي چې په خپله بودیجه باندی تر راتلونکو شلو کلونو پورې یوه غټه امنیتي قوه تمویل کړي.

(اې.پي): ښاغلي کرزي، د سه شنبې په ورځ د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې د خارجي مرستې خواست وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې دده هیواد داسی منابع نلري چې د زیاتیدونکو امنیتي قواو لپاره مالي بودیجه برابره کړي. غټه امنیتي قوه ددې لپاره ضرور ده چې افغانستان له متشدد بغاوت نه خوندې وساتي.

گیټس په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته تللی دی چې پر جمهور رئیس کرزي باندې فشار راولي چې ډیر ژر ددغه هیواد په امنیتي قوه کې زیاتوالی راولي.

دا لومړی سفر دی چې د امریکا یو جگپوړه مقام یې دغه هیواد ته وروسته له هغه نه کوي چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما اعلان وکړ چې ٣٠ زره نور عسکر به افغانستان ته ولیږي.

گیټس، د سه شنبې په ورځدا هم وویل چې دی به ښاغلي کرزي ته ووايي چې باید ډیر صادق وزیران چې د کار اهلیت او لیاقت ولري په خپله کابینه کې مقرر کړي چې د افغانستان د خلکو لپاره حکومتي خدمات سرته ورسولی شي.

د افغانستان د پارلمان غړي وايي چې ښاغلی کرزی د خپلې ٢٥ کسیزې کابینې د یوې برخې لیست ورکول تر شنبې پورې ځنډولی دی.

د افغانستان د حآلاتو بهرني کتونکي اندیښمن دي چې ښاغلی کرزی به د کابینې چوکۍهغو سیاستمدارانو ته ورکړي چې د اداري فساد سابقه لري او د افغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د درغلی سره تړاو لری.

د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس وویل چې دی به د امریکا عسکرو ته چې له یاغیانو سره په دغه جنگ ځپلي هیواد کې پهجگړه بوخت دي ووايي چې امریکا دا نیت لري چې دا جگړه وگټي.

دامریکا ددفاع وزارت ددوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به ١٥٠٠ عسکر افغانستان ته ددې میاشتې په اخر کې ولیږي.

داعسکر به د هغو ٣٠ زره عسکرو یوه برخه وي چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما تیره اونۍامر وکړ چې افغانستان ته ولیږل شي.

په عین حلل کې د برتانیې د دفاع وزیر باب اینزورت، د یوه نه اعلان شوي سفر په ترڅ کې افغانستان ته رسېدلی دی. هغه یوه اونی وروسته له هغه نه افغانستان ته ورسیده چې سږ کال د برتانیې د عسکرو د تلفاتوشمیر په افغانستان کې ١٠٠ کسانو ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG