د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو دفتر کی ١٢ تنه ووژل شول


(اې.پي): د پاکستان د ملتان په ښار کې د استخباراتو په دفتر کې دغه چاودنه وشوه.

پاکستاني پولیس وایي چې د جګړه مارانو یوې ډلې د ملتان په مرکزي ښار کې د هغه هیواد استخباراتي دفتر ته نږدې ځانمرګي بریدونه کړیدي او لږ تر لږه ١٢ کسان یې وژلي دي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړیدي.

پولیسو نن د سه شنبې په ورځ وویل چې ځانمرګو برید کوونکو خپل موټر د پاکستان د استخباراتي ادارې آی.ایس.آی دفتر ته ورنږدې کړ او وړاندې تر دې چې خپل ځانونه په بمونو والوزوي، د پولیسو د تالاشۍ په پوسته باندې یې د راکټ او ټوپک ډزې وکړلې.

پدغې چاودنې کې د آی.ایس.آی د ودانۍ په شمول څو نورې نږدې ودانۍ هم زیاتې ویجاړې شویدي.

څه موده وړاندې د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس ویلي و که چیرته د آسیا په وچه کې پروت پاکستان د نورو مرسته غوښتنه وکړي ، نو امریکا دیته چمتو ده چې د هغه هیواد سره لا ډیرې مرستې وکړي تر څو د طالبانو او القاعده پر ضد جګړه وکړي.

ښاغلی ګيټس کابل ته د خپل سفر په دوران کې خبریالانو ته وویل په پاکستان کې د افراطي ډلو دا بریدونه ښیي چې د هغه هیواد حکومت باید د جګړه مارانو سره په جګړه کې د زیاتې قوې نه کار واخلي.

ګيتس وویل چې امریکا دیته چمتو ده چې د پاکستان سره مرسته وکړي تر څو دغه جګړه وګټي، هغه زیاته کړه که چیرته پاکستاني مقامات یې ورسره ومني نو امریکا به د هغه هیواد سره خپلو نظامي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

د دوشنبې او سه شنبې په چاودنو کې په پاکستان کې ٧٠ تنه ووژل شول او ١٥٠ تنه نور ټپي شول.

د پاکستان په لاهور ښار کې دوه بمونه تقریباً په عین وخت کې په یوه داسې بازار کې وچاودل چې د ماشومانو او ښځو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وه او لږ تر لږه ۴٨ تنه یې ووژل.

همدارنګه د صوبه سرحد په پایتخت پیښور کې یوه ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت خپل ځان په بم والوزاوه چې غوښتل یې د پیښور یوې محکې ته ننوځي او د امنیتي کسانو لخوا ودرولو شو. پدغه چاودنه کې لږ تر لږه ١٠ کسان یې ووژل.

تر دې دمه د دغو چاودنو مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

د پاکستان جمهور رییس آصف علي زرادري په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه غندلي دي او زیاته کړې یې ده چې دا شان بریدونه به د یاغیانو په وړاندې جګړه کې د پاکستان نیت او هوډ کمزوری نکړي په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په پیښور کې دا ځانمرګې برید د پاکستان د دیموکراتیکو ادارو او قانوني ادارو پر ضد کړنه بللې ده.

وروسته تر دې چې د افغانستان پولې ته نږدې د جنوبي وزیریستان په قبایلي سیمه کې د پاکستان پوځ د طالبانو او القاعده شبکې پرضد دوه میاشتې وړاندې ستر عملیات پیل کړیدي، جګړه مارانو په چاودنو کې په سلګونه تنه خلک وژلي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو د سه شنبې په ورځ همدارنګه ویلي دي چې د هغه هیواد د صوبه سرحد په نارمه سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه یوې مشکوکې حملې کې لږ تر لږه 3 کسه وژل شويدي.

چارواکو ویلي دي چې دغه توغندی د میرانشاه ښار په یوه کلي کې په یوه موټر لږیدلی دی چې درې تنه پکې سپاره وو. میرانشاه د شمالي وزیرستان مهم او غټ ښار دی چې د افغانستان پولې ته نږدې پروت دی. طالبان او القاعده پدغې سیمه کې زیات فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG