د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد کې موټر بم ١١٨ تنه ووژل


عراقي پولیس وایي د هغه هیواد په پایتخت بغداد کې د موټر بم څو چاودنې شویدي چې لږ تر لږه ١١٢ کسان پکې وژل شویدي او د ٢٠٠ څخه زیات ټپي شویدي.

(اې.پي): درې چاودنې پرون نن د سه شنبې په ورځ تقریباً پرله پسې په څو دقیقو کې وشولې.

د دغو چاودنو څخه یوه یې د بغداد ښار په یوه داسې مارکیټ کې وشوه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي او دوه نورې چاودنې بیا د عراق د کورنیو چارو وزرات او د کار او کارګر وزرات مخې ته وشولې.

د دغو چادونو نه لږه شیبه وړاندې یوه ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي و، د بغداد په جنوب کې یې ځان د پولیسو یوې ګزمې ته نږدې والوزاوه، او لږ تر لږه ٣ تنه پولیس او یو تن عام وګړی یی وواژه. پدغې پیښه کې پنځه تنه پولیس ټپي شوي هم دي.

د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې دعراق ښاروالۍ د دفترونو مخې ته د موټر بم دوه چاودنې شوې وې چې په ترڅ کې یې ١٥٥ تنه وژل شوي وو خو د هغو چاودنو نه وروسته د سه شنبې د ورځې دغه بریدونه د عراق په پایتخت بغداد کې تر ټولو خونړي بریدونه دي.

په عراق کې آینده مارچ عمومي انتخابات کیږي

عراقي چارواکي وایي چې په هغه هیواد کې د عمومي انتخاباتو لپاره د راتلونکي میلادي کال د مارچ د میاشتې 6 مه نیټه ټاکل شویده.

چارواکو لدینه وړاندې د ملګرو ملتونو د هغې خبرې ملاتړ کړی و چې دغه انتخابات باید د جنورۍ د میاشتې په 27 مه نیټه شوي وی.

د عراق په اساسي قانون کې ویل شویدي چې عمومي انتخابات باید د جنورۍ د میاشتې د پای نه مخکې وشي. اساسي قانون همدارنګه وایي چې د انتخاباتو قانون باید د رایه اچونې نه 60 ورځې مخکې جوړ شي. د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو دغه قانون تر ډیر ځنډ وروسته منظور کړ.

سپینې ماڼۍ پرون د دوشنبې په ورځ وویل د انتخاباتو اصلاح شوی قانون دا په ډاګه کوي چې د عراق خلک دیته معتهد دي چې خپل د نظر اختلافات په سوله ایزه توګه حل و فصل کاندي.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګبز وویل امریکا دیته چمتو ده چې د عراق د خلکو سره د سیاسي ستونزو په حل او په هغه هیواد کې د شخړو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. امریکا به همدارنګه د هغوي سره د یوه متحد هیواد په جوړیدو کې هم مرسته او همکاري وکړي.

امریکا ویلي دي چې د هغه هیواد نه به د خپلو عسکرو د رایستلو د چټکوالي په اړه په هغه هیواد کې د انتخاباتو نه وروسته پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG