د لاس رسي وړ اتصالات

دکابل ښاروال لا اوس هم برحال دی


د کابل ښاروال لا اوس هم په خپل ځای ناست دی او خپل کار ته دوام ورکوی. د کابل یوی محکمی ددوشنبی په ورځ ښاروال میر عبدالاحد صاحبی درشوت خورئ په تور په څلور کالو حبسمحکوم کړ. د محکمی قاضی په خپله فیصله کی وویل چه د کابل ښاروال د ښاروالئ شپاړس زره ډالره دولتی پیسی په سمه توگه ندی استعمال کړي.

خو میر عبدالاحد وایی دی به ،خپل کار ته دوام ورکړی ځکه چه بی گناه دی. نوموړی فعلا په ضمانت باندی خوشی شوی دی او دمرافعی محکمی ته یی خپل درخواست لیږلی دی. د کابل ښاروال یو دهغو لوړ رتبه و مامورانو دجملی نه ؤ چه جمهور ریس حامد کرزي دحکومت له خوا درشوت خورئ او اداری فساد په خلاف دمبارزی داعلانیدلو نه وروسته نیول شوی دی.

په ښاغلي کرزي باندی په نړیواله سطحه فشار زیات شوی دی چه بی کفایته او رشوت خواره ماموران دی ونیسی، حساب او کتاب دی ورسره وکړی.

درشوت خورئ او فساد په خلاف جمهور ریس کرزي خپله مبارزه په داسی وخت کی اعلان کړه چه دامریکا جمور ریس بارک اوباما په افغانستان کی دطالبانو د بیا زور موندلو، دزبلو لپاره دیرش زره نور امریکایی عسکرو دلیږلو فیصله وکړه.

دامریکا نظامی قوماندانان وایی، چه په افغانستان کی یی دنظامی استراتیژئ بریالیتوب تر زیاته حده پوریدکرزی په حکومت باندی د خلکو اعتبار دپخیدلو پوری تړلی ده .

د نړیوال احتساب اداره، چی د رشوت خورئ او اداری فساد په خلاف کار کوی د یوه تازه رپوټ په ترڅ کی وایی چه افغانستان فعلا په ټوله نړئ کی دوهم هیواد دی چه تر ټولو زیاته رشوت خوری په کی روانه ده. یواځی سومالیه ورڅخه په دی میدان کی مخکی ده.

XS
SM
MD
LG