د لاس رسي وړ اتصالات

"د افغانستان په آینده کې باید طالبان شامل وي"


د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه ددسمبر په نهمه گڼه کې د اوباما هغو خبرو ته گوته نیسي چې د افغانستان د ستراتیژۍ د اعلانولو په وخت کې یې وکړې. ده ویلي ؤ چې امریکا به افغانستان کې د طالبانو د ځنو عناصرو سره د خبرو او مصالحې ننگه کوي.

جمهور رئیس اوباما وايي دوی به د افغانستان د دې هڅو ملاتړ وکړي چې د هغو طالبانو لپاره چې غواړی تاوتریخوالی پریږدي او د خپلو وطنوالو بشري حقوقو ته درناوی وکړي، د پخلاینې ور پرانیزې.

لاس انجلس ټایمز په دې برخه کې دا عقیده څرگندوي چې د ورونو پرانستل باید دا معنی ولري چې اعتدال خوښونکي طالبان دې د افغانستان په دموکراتیک جریان کې برخه ولري.

که څه هم دا خبره ټولو ته عجیبه ښکاري خو مسئله داده چې په طالبانو کې ډیر شمیر یې یواځې د ځنو گټو او موقفونو د ترلاسه کولو په خاطر ورغلي دي.

دوی اکثراً هغه کسان دي چې د خپلو کلیو په حاشیو کې جنگیږي او دملک نورو برخو ته د جگړې لپاره نه ورځي.

دوی د ملاعمر د هغو ملاتړو نه تفاوت لري چې یو وخت کې په افغانستان کې په قدرت ؤ.

اکثریت اوسني طالبان د ملک اوسیدونکي دي او دوی به په هیڅ قیمت خپل ملک پرې نږدي نو ځکه دوی د خپل ملک په مسایلو کې دخیل وي.

XS
SM
MD
LG