د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: افغانستان سره زموږ روابط دومداره دي


(د AP عکس) د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس د افغانستان نظامي قوماندانانو ته وویل چې د آمریکا متحده ایالات به د اوږد مهال دپاره د دوی ملګری پاته شي.

د دفاع وزیر ګیټس نن د پنجشنبې په ورځ خپل د سفر په وروستۍ ورځ د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې وویل چې د آمریکا متحده ایالات به د افغانستان پر وړاندې خپل تعهد پرځای کړي په داسي حال کې چې د دواړو ملکونو ترمینځ دغه روابط په وېنو کې اخښل شوي دي.

دغه راز د دې نه وړاندي ددفاع وزیر خپل د سفر پر وخت دا هم وویل چې د آمریکا متحده ایالات دې ته آماده دی چې افغانستان ته نورې قواووې ورولېږي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او دغه مرستې به د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشتې د مهلت خوا ته هم څو کاله ادامه پېدا کړي.

دا په داسي حال کې ده چې ددې نه وړاندي جمهور رئیس اوباما ویلي و چې د افغانستان څخه به د امریکايي عسکرو د راوتلو لړۍ د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې پیل شي.

د یوه بل خبر له مخي د آمریکا د پوځ ډګر جنرال وېلیم کالدویل پرون د چارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دسمبر په لومړیو ۷ ورځو کې ۲۵۰۰ افغانانو، د افغانستان په پوځ کې د شامېلېدو په خاطر نومونه ثبت کړي دي په داسي حال کې چې په ټول ستمبر کې دغه شمیر ۸۳۱ کسه وو.

جنرال کالدویل د دغه کار لامل د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په معاشونو کې زیاتوالی وباله.

دغه میاشت پرېکړه وشوه چې د افغانستان د پوځ د عسکرو معاش به ۲۴۰ ډالره د میاشتې وي چې دا د یاغي طالبانو د معاشونو د اندازې سره سمون خوري. د رپوټونو له مخې د طالبانو معاشونه هم د ۲۵۰ څخه نېولې تر ۳۵۰ ډالرو پوري د میاشتې دي.

XS
SM
MD
LG