د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان نه امریکايي عسکر یو دم نه وځي


د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما وايي چې د افغانستان څخه به آمریکايي قواووې په داسي حال کې چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو مسولیت ورسپاري یو دم نه وځي.

جمهور رئیس اوباما چې د ناروې په پایتخت اوسلو کې یې خبري کولې وویل چې د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت به د عبوري مرحلې پیل وي چې په ترڅ کې به یې افغان امنیتي قواوو ته امنیتي مسولیتونه وروسپارل شي. هغه زیاته کړه چې د آمریکايي قواوو د راوتلو لړۍ به په افغانستان کې د شرایطو پر بنا کېږي.

جمهور ریْس اوباما وویل چې آمریکايي قواووې به افغانستان کې د ۲۰۱۱ کال د مهلت آخوا ته هم پاتې شي ترڅو د افغانستان ملي امنیتي قواووې وروزي.

جمهور ریس اوباما زیاته کړه چې آمریکا به د افغانستان او پاکستان سره په ملګرتیا کې خپل ملي منافع په پام کې ولري او په دغو ملکونو کې به وروسته له دې چې د قواوو په شمیر کې یې د پام وړ کموالی هم راشي، د ترهګرو سره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG