د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د نوبل د سولې جایزه واخیستله


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د سولې جایزې د اخیستلو پر وخت وویل چې هغه د نړۍ په سطح د خپلو هلو ځلو په لومړي پړاو کې دی.

ددغې جایزې د مراسمو په ترڅ کې نن د پنجشنبې په ورځ په آسلو کې جمهور ریْس اوباما وویل چې د هغه لاسته رواړنې د نوبل د جایزې د نورو ګټونکو لکه مارتین لودر کینګ او نېلسن مندېلا په مقایسه دومره د پام وړ نه وې. ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د سولې هغه فعالین چې د خپلې مبارزې په خاطر په زندان کې اچول شوي دي او وهل شوي دي او هغو فعالینو چې د نړۍ په سطحه بشري فعالیتونه کړي دي، د دغې جایزې ډیر مستحق دي.

جمهور ریْس اوباما ته د هغه د جمهوري ریاست د لومړي کال په موده کې په داسي حال کې د نوبل جایزه ورکول کېږي چې هغه افغانستان ته د ۳۰ زرو نورو آمریکايي عسکرو د لېږلو چمتوالی نیسي. جمهور ریٌْس د مراسمو ګډونوالو ته وویل چې د یاغي طالبانو او القاعده ترهګرو پروړاندې جګړه آمریکا نه ده غوښتې، جمهور ریْس خپل د خبرو پرمهال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې تروریستي حملو ته په نیویارک او واشنګټن کې اشاره وکړه.

جمهور رئیس اوباما زیاته کړه چې یو تریخ حقیقت دا دی چې په نړۍ کې به جګړه زمونږ د ژوند په موده کې پای ته و نه رسېږي.

جمهور ریْس اوباما د خپلو خبرو پرمهال د مارتین لودر کینګ یو خبره را نقل کړه چې ویلي یې وه، تشدد هیڅکله دایمي سوله نشي راوستلای خو جمهور ریٌْس اوباما د آمریکا د جمهور ریْس په توګه وویل چې هغه به د نړۍ سره د شرایطو پر بنا فعالیت او کار کوي.

جمهور ریْس اوباما وویل چې داسي وختونه به راشي چې ملکونه به د قوې استعمال نه یواځي ضروري ګڼي بلکې اخلاقاْ به یې هم پرځای بولي.

XS
SM
MD
LG