د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: ډیر افغانان غواړي په پولیسو کې مقرر شي


د واشنگټن پوست ورځپاڼې د دسمبر په ١٠مه لیکي چې د پولیسو په معاشاتو کې د زیاتوالي په سبب ډیر شمیر ځوانان حاضر شوي دي چې د دوی په صفوفو کې جذب شي.

دغه مطلب د هغه امریکايي افسر له خولې ویل شوی دی چې د افغانستان د امنیتي قواوو د روزنې دنده په غاړه لري.

د جنرال ولیام کادول له قوله ویل شوي چې یواځې ددې میاشتې په اوله هفته کې د دوه نیم زرو نه زیاتې عریضې ورکړ شوي دي.

د سپتمبر په ټوله میاشت کې یواځې ٨٣٠ درخواستونه شوي وو.

ورځپاڼه لیکي چې د ښاغلي اوباما په ستراتیژۍ کې تر ټولو زیات د افغانستان په ملي پوځ او پولیسو باندې اتکا شوې ده.

اوس اوس په افغانستان کې د پوځ شمیر ٩٧ زره او د پولیسو شمیر ٩٥ زرو ته رسیږي.

واشنگټن پوسټ لیکي، تر اوسه پورې د پولیسو معاشونه لږ و، فساد په کې ډیر و او همدارنگه په صفوفو کې یې د وظیفو پریښودل زیات لیدل کیدل.

تر اوسه پورې د افغانستان د قواوو د لگښتونو ډیره برخه د امریکا او نورو هیوادونو او کمه برخه یې پخپله د افغانستان د حکومت لخوا تمویلیږي.

واشنگټن پوست لیکي چې د پولیسو په تشکیل کې د شمیر تر څنگ د قومي جوړښت انډول هم مطرح دی.

XS
SM
MD
LG