د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا ته روان افغانان ونیول شول


د اندونیزیا پولیس وايي چې ۴۷ افغانان یې چې غوښتل یې آسترالیا ته د پناه غوښتلو په خاطر واوړي، نیولي دي.

دوی وویل چې یادشوي افغانان د اندونېزیا د لامبوک په ټاپو کې ونیول شول. اندونېزیا د هغو کډوالو لپاره چې غواړي استرالیا ته ځان ورسوي یو مهم مسیر دی. په دې ورستیو کې په جنوبي آسیا کې د تاورتریخوالي او تشدد له امله زیات شمیر کسان غواړي آسترالیا ته وتښتي.

په استرالیا کې د مهاجرینو د مسلې څخه یو غټه مسله جوړه شوېده په داسي حال کې چې په کال ۲۰۱۰ کې په دغه ملک کې انتخابات ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG