د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان قواو روزنه ستونزې لري


ښه سمبال شوي افغان قواوې په افغانستان کې د امریکا په مشرئ جنگ لپاره ډیره مهمه ده، حتی د جمهوررئیس بارک اوباما د پریکړې لپاره چې افغانستان ته په زرگونو نور اضافی عسکر لیږی.

مگر په افغانستان کې د امریکا نظامی ماموران وايي،د ژبې، کولتوراومنابعو واټن ددغه هدف لاس ته راوړلمشکل کړیدی.

امریکايي او افغان هوانوردان په کندهارکې دناټو په هوايي اډه کې دروزنی لپاره تیاری نیسي.

د افغانستان په اته کلن جنگ کې افغان عسکرو او ددوی امریکايي سلاکارانو روابط سره ښه کړیدی چې ځینی وخت خړپړ و.

امریکایان کوښښ کوی چې افغانانو ته په لویدیځه طریقه دجنگ په باره کې سلامشوری ورکړی. مگر افغانان اکثره وخت پخپله طریقه غواړی کارونه سرته ورسوی. او همدا علت دی چې ځینی وخت دامریکا په مشری کوښښونو سره جنجال پیدا کوی چې غواړی دزیاتی مستقلی افغان امنیتی قوا نه کار واخلی. تورن ټیلررینیل وايي:

"واقعآ لوی سبق دادی چې دوی محافظه کاره او د روزنی له ساحی نه بهر فکر کوی. دوی ټول دروسېې په طریقه روزل شویدی ،همدا علت دی چې یو څوک پدی طریقه روزل شوی وی نو ځکه به کار په همدی طریقه سرته رسوی".

مگر مستقل افغان پوځ باید ځان دحیرانونکی دښمن سره برابرکړی. دامریکا پوځی ماموران وايي، دامریکا په کوښښونو کې لوی خنډ ژبه ده چې غواړی مهمه روزنه په ورکړی.

ډگرمن پیرسی دونیگان چې په کندهارکې دافغان پیلوټانو دروزنی څارنه کوی ، وايي:

"په هوانوردی کې ډیر تخنیکی اصطلاحات دی او په مناسبه توگه ئې ترجمه کول او په خاصه توگه دوی ته دپرواز په وخت کې دوی په پوه کول یوه غټه ستونزه ده . زه کوښښ کوم چې ددوی ژبه یوڅه یاده کړم چې دغه فشاراو ابهام یو څه کم شی. مگر یوڅوک چې دالوتکیدتخنیکی اصطلاحاتو اوجریان سره سروکارلری نو دهغې ژبی عوض نشی پیدا کولی چې خبری ورباندی کوی".

دلوگر په ولایت کې دامریکا یوکنډک عسکر دافغان یو کنډک عسکروسره یوځای ځای په ځای شویدی. امریکا ئې عسکر پیچلی ماموریت سره رسوی او په عمومی توگه افغان عسکرو اسانی وظیفی ورسپارل کیږی لکه په سرکونوکې دپوستو څارنه کول شامل دی.

دسرپړکمشر مرستیال ډونالډ کولمن دافغان عسکرو یوې پوستی ته ورغی چې دا معلومه کړی چې دوی خپلی وظیفی په ښه شان سرته رسوی یانه . افغانانو د تجهیزاتو او دافرادو دکمبود نه شکایت وکړ. ډونالډ زیاتوی:

"موږ چې دلته یوتل هرڅه ښه تیریږی .زه چې ترکومه ځای پوه شوی یم نو کله چې موږ ولاړ شو، بیا شکایتونه را پورته کیږی. ددوی شکایتونه، یا ددوی موضوعات یا ددوی اندیښینی رښتیا دی . په افغانستان کې هیڅ شی په دومره چټکې او ژر نه کیږی لکه په امریکا کې چې کیږی".

څومیله لیری نوری ستونزی پیدا شوی په داسی حال کې چې امریکائې پولیسو افغانانو ته ښودل چې څنگه په کم وخت کې موټر تلاشی کړی.

داسی ښکاری چې دوی پدی پوه نشول، افغانانو موټرو ته اجازه ورکړه چې له پوستو نه تیرشی بی لدی چې تلاشی شی. دامریکا دپوځ دویم بریدمن گریگوری اوانت دلومړی پوستی نه تیرشو او داضافی هدایت نه وروسته ئې پولیسو ته وویل، په بله پوسته کې تلاشی له سره وکړی. اوانت وايي:

"دوی له تیری پوستی نه پدی پوسته کې ښه وظیفه سرته ورسوله . دوی پدی پوه شول چې دپوستی معنئ څه ده".

دا و دډیویډ اکس رپوټ چې دامریکا غږلپاره ئې له لوگر او کندهار ولایتونونه رالیږلی دی.

XS
SM
MD
LG