د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د وزیرستان عملیات پای ته ورسیدل


د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني وایي چې د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د طالب جنګیالیو پر ضد پراخه نظامي عملیات پای ته رسیدلي دي.

د پاکستان صدر اعظم پرون د شنبې په روځ خبریالانو ته وویل چې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد ستر عملیات پای ته رسیدلي دي. دا عملیات کابو دوه میاشتې وړاندې پیل شوي وو.

یوسف رضا ګیلاني وایي چې اوس د پاکستان پوځ پام د اورکزیو قبایلي سیمې ته اړولې ده چې جنوبي وزیرستان ته نږدې پرته ده. پوځ وایي چې اوس غواړي په یاغي طالبانو پسې دغې سیمې ته ورشي. ځکه چې د هغوي پر ګمان یاغي طالبان به د جنوبي وزیرستان نه همدغې سیمې ته راتښتیدلي وي. پدې وروستیو کې په سیمه باندې د توپچي هاوان سخت بریدونه شویدي.

د امنیتي چارو څیړونکی او د قبایلي سیمو پخوانی مشر محمود شاه د امریکا غږ ته وویل هغه ته دا ډیره عجیبه نه ښکاري چې د پاکستان پوځ دا پریکړه وکړه چې لومړی د طالب جنګیالیو په اصلي مرکز جنوبي وزیرستان باندې برید وکړي.

محمود شاه وایي: که چیرته د جنوبي وزیرستان د قبایلي سیمې پر ځای پوځ لومړی د اورکزیو په سیمه باندې عملیات کړي وی نو خلکو به داسې فکر کاوه چې ګواکې د پاکستان پوځ جنوبي وزیرستان ته د ورتګ نه ډاریږي. ځکه چې هدغه سیمه د جګړه مارۍ اصلي مرکز دی.

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې د جنوبي وزیرستان په عملیاتو کې 600 تنه طالب جنګیالي او 80 تنه د پاکستان د پوځ افسران وژل شویدي.

د تلفاتو دغه شمیر د بل کوم چا لخوا ندی نده تایید شوی ځکه چې د پوځ لخوا د یو څو تنظیم شویو سفرونو نه پرته سیمې ته خبریالان او مرستندویه ادارې نه پریښودل کیږي. ملګري ملتونو ویلي دي چې تر دې دمه په زرګونه تنه خلک د سیمې نه وتلي دي.

پاکستاني چارواکي په هغه هیواد کې د څو مهمو حملو پړه په پاکستاني طالبانو باندې اچوي. د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې نه راپدیخوا په پاکستان کې زیات شمیر بریدونه شويدي او شاوخوا 500 تنه پکې وژل شویدي.

محمود شاه وایي هیله لري وروسته تر دې چې د پاکستان پوځ خپل پام د اورکزیو سیمو ته واړوه نه د دغو بریدونو په اندازه کې به یو څه کمی راشی.

محمود شاه یو ځل بیا داسې وویل: زه فکر کوم چې د پاکسان پوځ پدې وروستیو کې څو ستر عملیات د هیواد په بیلابیلو سیمو کې وکړل. لومړی یې د سوات په دره کې او بیا په جنوبي وزیرستان کې او اوس د اورکزیو په سیمه کې د عملیات کولو پلان لري. نو پدې سره به په پاکستان کې بریدونه کم شي.

امریکایي چارواکو په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات وستایل. مګر پداسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو بغاوت زرو اخیستی او مخ پر قوي کیدو روان دی نو امریکا په پاکستان باندې فشار اچوي چې د هیواد په صوبه سرحد کې دې د افغانستان د طالبانو او القاعده شبکې غړو پر ضد خپل عملیات پراخه کاندي. امریکایي چارواکي ګمان کوي چې دغه کسان د پاکستان په همدغې سیمه کې پټ شویدي.

محمود شاه یو ځل بیا وایي وروسته تر دې چې د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد څو عملیاته وکړل نو اوس هغه هیواد کولی شي چې د امریکا سره لا ښې مرستې وکړي.

د پاکستان پوځ اوس ډیر برلاسی دی تر څو خبرو اترو ته لاره هواره کړي او یا په شمالي وزیرستان کې په هغوي باندې فشار راولي.

امریکایي چارواکي په افغانستان کې د ایتلافي قواوو پر ضد د بریدونو پړه په همدغو جګړه مارانو باندې ور اچوي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن یو ځل بیا د پاکستان سره د امریکا په هغې ژمنې تاکید وکړ چې غواړي د پاکستان سره ښې او قوي اړیکي جوړې کړي. هغې زیاته کړه چې د پاکستان او امریکا هدفونه یو دي.

میرمن کلنټن پرون د جمعې په ورځ په نیوېارک کې یو شمیر پاکستاني الاصله امریکایانو ته پخپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان راتلونکې د هر یوه امریکایي په زیان ده. هغه دا خبرې د یوې نوې ادارې د پرانیستلو پر مهال وکړلې. دغه نوې اداره چې امریکن پاکستان فونډیشن نومیږي د امریکا په نیویارک ښار کې پرانستل شوه.

د دغې ادارې چې د ژغورنې نړیواله ټولنه آی آر سي یې ملاتړ کوي، هدف یې دا دی چې د پاکستان او امریکا تر منځ په سیاسي او ټولنیزو چارو کې ګډ کار وکړي.

میرمن کلنټن پخپلو خبرو کې وویل دغه اداره به پدې وتوانیږي چې د دواړو هیوادونو تر منځ ځیني غلط برداشتونه له منځه یوسي. هغې وویل چې د ګډ احترام پر اساس د د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو جوړول د جمهور رییس اوباما د حکومت په لومړیتبونو کې دی.

هلري کلنټن وایي: کله چې زه د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته تللې وم نو په هغه هیواد کې د امریکا د نیت او ژمنو په هکله یو شمیر خلکو شک درلود. دغه بې باوري مونږ دیته نه پریږدي چې په ګډه کار وکړو. او مونږ او تاسو باید په ګډه کار وکړو.

XS
SM
MD
LG