د لاس رسي وړ اتصالات

صدراعظم گیلانی:د جنوبی وزیرستان عملیات ډیر ښه په مخ روان دی


پاکستانی چارواکی وایی له هغه وروسته چی حکومت ژمنه وکړه چی په سرحد کی به د یاغیانو د ځپلو لپاره عملیات کوی، قواوویی د افغانستان سرحد ته نژدی ٢٢ یاغیان ووژل.

حکومتی چارواکی وایی چی عسکرو پرون د کرمی په اجینسی کی د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندی حمله وکړه.

چارواکی وایی چی عسکرو پنځلس یاغیان پرون او اوه یاغیان نن ووژل.

په دی جنگ کی یاغیانو هم پنځه عسکر ووژل.

د پاکستان صدراعظم پرون په کراچی کی وویل چی د جنوبی وزیرستان په شمال لویدځه قباییلی سیمه کی عملیات تر اوسه پوری ډیر ښه پرمخ روان دی.

یوسف رضا گیلانی وویل چی د جنوبی وزیرستان د عملیاتو د پای ته رسیدو په اړه څه نشی ویلی .

ښاغلی گیلانی وویل که چیری یاغیان نورو ځایونو ته وتښتی نوحکومت به یی هلته هم تعقیب کړی.

ویل کیږی چی د پاکستان د طالبانو مشران د جنوبی وزیرستان نه د اورکزیو سیمو ته تښتیدلی دی.

د صدراعظم د خبرو هدف خپلو پخوانیو تبصرو ته اشاره وه چی ویلی یی وو په جنوبی وزیرستان کی پوځی عملیت بشپړ شوی دی او پوځ ښایی اوس خپله توجه نژدی سیمو د اوروکزیو قبیلوی سیمو ته واړوی.

د پاکستان پوځ وایی چی د جنوبی وزیرستان په عملیاتو کی چی د دوو میاشتو راهیسی روان دی، تقریبآ ٦٠٠ یاغی طالبان او ٨٠ عسکر وژل شوی دی.

د دغو عملیاتو د غچ اخیستو لپاره د بم یو لړ حملی وشوی چی په ټول ملک کی یی په سل گونو خلک ووژل

XS
SM
MD
LG