د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او بغلان کی په افغان پولیسو حملو کی ١٦  کسان وژل شوی


افغان چارواکي وایي چې وسله والو د افغانستان په شمال او جنوب کې د پولیسو د تالاشیو په پوستو باندې دوې حملې کړیدي او 16 تنه افغان پولیس یې وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن د دوشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې د پولیسو د تالاشۍ په پوسته باندې برید وشو او اته تنه پولیس پکې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي دي چې برید کوونکو اته تنه نور افغان پولیس د افغانستان په شمالي ولایت بغلان او کندز تر منځ په لویه لاره کې وژلي دي.

چارواکو ویلي دي چې پدغه برید کې یو تن جګړه مار هم وژل شویدی. هغوي د دغه برید پړه د حزب اسلامي پر ډلې واچوله چې د طالبانو یوه ملګرې ډله ده.

د بغلان په ولایت کې په پولیسو باندې بریدونه ډیر کم کیږي. وروسته تر دې چې په یو د پاسه دوه زرم میلادي کال کې طالبان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له واکه وغورځول شول، دا په هغه ولایت کې په پولیسو باندې تر ټولو خونړی برید دی.

د امریکا د دفاع د وزارت (پنټاګان) تر ټولو لوړرتبه نظامي صاحب منصب، امیرالبحر مایک مولن نن کابل ته رسیدلی دی. کابل ته د هغه سفر پداسې وخت کې کیږي چې څو ورځې وروسته به افغانستان ته د 30 زرو اضافي امریکایي عسکرو ورتګ چې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما یې څه موده وړاندې د تګ امر کړی وی، پیل شي.

په عین حال کې افغاني قواوو او په افغانستان کې دیره نړیوالو قواوو ویلي دي چې د خوست په ولایت کې یې د وسلو یو دلال او د جګړه مارانو یوه وړه ډله نیولې ده. د کندهار په ولایت کې هم عسکرو د وسلو یو دلال او یو شمیر نور کسان نیولي دي چې د جګړه مارانو ګمان یې پرې کړی و

XS
SM
MD
LG