د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ محکمی  د  پینځو نیول شو امریکایانو د ملک نه د  نه ویستلو امر کړیدی


په پاکستان کې قضایي لوړرتبه چارواکي وایي د هغه هیواد یوی محکمې امر کړیدی هغه پنځه تنه ځوان امریکایان چې په پاکستان کې پدې شک نیول شویدي چې هڅه یې کوله د اسلامي تندلارو ډلو سره یوځای شي، هغوی به سمدستي د پاکستان نه ونه ایستل شي.

د پاکستان د لاهور ښار محکمې یوه قاضي او یوه محرر پرون د دوشنبې په ورځ وویل محکمه به دیته اجازه ورنکړي چې دغه پنځه تنه وړاندې تر دې چې قاضیان د هغوي قضیې د سره وګوري، د پاکستان نه وایستل شي. دغه پنځه تنه په روانه میاشت کې د پاکستان د پنجاب په ایالت کې ونیول شول.

د محکمې دا پریکړه د بشري حقونو د یوه مبارز د غوښتنې نه وروسته وشوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل ځایي چارواکي به لومړی دا معلوم کړي چې دغو پنځو تنو د پاکستان د کوم قانون نه سرغړاونه کړیده.

د امریکا د تحقیقاتو د فدرالې ادارې FBI ایجنټانو چې پاکستان ته تللي دي د دغو پنځو تنو ځوانو امریکایانو نه یې تحقیقات پیل کړیدي. دغه پنځه تنه اوس د پاکستان د لاهور په ښار کې ساتل کیږي.

پولیسو دغه کسان د پنجاب ایالت د سرګودې په سیمه کې د جیش محمد د غیرقانوني شوې تندلارې ډلې د مشر په کور کې نیولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د جیش محد د ډلې د مشر په کور باندې د چاپې پر وخت یو تن بل امریکایي هم نیول شویدی.

د امریکا د ویرجینیا ایالات د الکزندریې د سیمې د مسجد یوه ویاند عصام تلاوي چې د دغو پنځو تنو ځوانو امریکایانو کورنۍ ورته د لمانځه د ادا کولو لپاره ورځي، غوښتلي دي چې دغه کسان باید په خوندي توګه بیرته امریکا ته راستانه شي. هغه ویلي دي چې د مسجد چارواکو هم د پیښې په اړه خپل تحقیقات پیل کړيدي

XS
SM
MD
LG