د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې چاودنې ١٨ تنه ووژل


پاکستاني چارواکي وایي په یوه چاودنه کې چې ګمان کیږي د موټر بم چاودنه به وي لږ تر لږه ١٨ تنه وژل شویدي او د ٢٥ تنه ټپي شویدي.

چارواکو ویلي دي چې دغه چاودنه نن د سه شنبې په ورځ د دیره غازي خان د ښارګوټې په یوه مارکیټ کې وشوه چې د یوه سیاسي شخصیت کور هم ورته نږدې دی.

دا په پاکستان کې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې راپدیخوا د بریدونو د لړۍ وروستۍ حمله ده چې په هغه هیواد کې د ٥ سوو نه زیات خلک پکې وژل شویدي.

چارواکو همدارنګه ویلي دي چې اسلامي جګړه ماران دغه بریدونه د طالبانو پر ضد د هغو عملیاتو په ځواب کې کوي چې پوځ د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې پیل کړیدي.

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني تیره اوونۍ وویل چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تقریباً دغه درې میاشتني ستر ځمکني عملیات خورا بریالي دي او زیاته یې کړه چې چارواکي اوس د طالبانو په یوه بل مرچل باندې د اورکزیو په قبایلي سیمه کې د حملې کولو بندوبست نیسي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې تر دې دمه ٦ سوه تنه جګړه ماران او ٨٠ تنه پاکستاني پوځیان وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG