د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له بانکونو وغوښتل زیات پورونه ورکړي


د امریکا جمهوررئیس دامریکا له بانک والاوو نه وغوښتل چې دپورو ورکول زیات او دمالی سیکټور داصلاحاتو ملاتړوکړی. ښاغلی اوباما په سپینه ماڼۍ کې دصنایعو د دولسو مشرانو سره دغونډې نه وروسته خبریالانوسره خبری وکړی.

جمهورریئس اوباما وايي، مالی سیکټور ته دهغه پیغام ساده دی: "امریکائې بانکونو له امریکایانونه بی ساری مرسته لاس ته راوړی ده چې خپلی صنایع تقویه کړی. او دوی اوس پخپلوپښو باندی ولاړدی نو ورنه بی ساری وعدی توقع لروچې زموږ داقتصاد سره مرسته وکړی".

ښاغلئ اوباما وايي، لومړی اقدام دادی چې دوړی او منځنی سطحی دکاروبارخاوندانو ته دپورورکول زیات کړی چې په هیواد کې دکار دپیدا کولو لپاره اصلی اینجن دی.

جمهوررئیس وايي، پوهیږی چې بانکونه نه غواړی چې داسی پورونه ورکړی چې خطر پکی وی چې دوی ئې په لومړی سرکې دمشکل سره مخامخ کړل. مگر ښاغلې اوباما وايي، دخطر دکمولو اودکارو بار دخاوندانو سره دمرستی دکولو لاری چاری شته . ښاغلئ اوباما وايي:

"دسوداگرانو دمشکل په نظرکې نیولو سره پور ورکول کم شویدی ، په استثنئ توگه بانکونو سره مرسته شویده چې له مشکل نه پری اووځې، موږ له دوی نه توقع لرو چې په هره ممکنه طریقه زموږ له اقتصاد سره مرسته وکړی چې بیرته په خپلو پښوودریږی".

جمهوررئیس دخبریالانوسره دلنډو خبرو په ترڅ کې له بانکونونه وغوښتل چې دمالی سیکټور داصلاحاتو دکوښښونو ملاتړوکړی.

جمهورریئس اوباما وویل، هغه ته دغونډې په وخت کې وویل شول چې دغه صنایع داصلاحاتو ملاتړ کوی . مگر هغه څرگنده کړه چې دبانک والاوو مینځگړی کوښښ کوی چې ضروری قانون تصویب نشی. ښاغلئ اوبام وايي:

ځکه نو ما داڅرگنده کړیده چې دا دهیواد او با الاخره دمالی سیکټور د دواړو په گټه ده چې ددغه پلان قوانین نوی شی چې دسرغړونو او افراط مخه ونیسی.

جمهوررئیس اوباما په تلویزنی مرکه کې چې ددغې غونډی په درشل کې خپره شوه ، دا شک لیری کړچې دوال سټریټ په نامه داسهامو دبازار سره ئې حوصیله نوره ختمیږی.

ښاغلې اوباما دامریکا تلویزنی شبکی (سي.بي.ایس) سره په مرکه کې وویل، دفتر ته نه ځی چې یوډله شتمن بانک والان له مشکل نه وژغوری. هغه وویل، وال سټریټ دډیرو امریکایانو ناامیدی او غصه نشی احساسولی چې وايي، دبانکونو رئیسانو ته پریمانه بخششونه ورکول کیږی.

مگر دجمهوررئیس تاثیر په هغو بانکونو باندی محدوده کیږی چې له حکومت نه ئې په میلیاردو ډالره پیسی لاس ته راوړی وی. دغه پیسی بیرته تادیه شویدی. او په سپینه ماڼۍ کې دغونډی له پیل کیدو نه څوساعته مخکې د سیټی بانک اعلان وکړچې دی ته تیار دی چې شل میلیارده ډالربیرته دخزانی وزارت ته ورکړی چې له هغې نه ئې اخیستی وو.

XS
SM
MD
LG