د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات او هلمند چاودنو ١١ پولیس او عسکر ووژل


د هرات په ولایت کی دسړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی نن د افغانستان څلور پولیسان ووژل شول. دا تر ټولو وروستئ حمله وه چې په پولیسو باندی وشوه.

دهرات د ولایت امنیتی مقامات وایي، د رباط سنگی په ولسوالۍ کې د بم په چاودنه کې چې د سړک په غاړه وشوه، د پولیسو موټر ولگیده. تر اوسه پوری هیچا ددغی حملی مسوولیت په غاړه نه دی اخیستلی، خو اکثرا طالبان دسړک په غاړه د پولیسو او امنیتی قواو په خلاف د بمونو چاودنی کوی.

په عین وخت کی دناتو تړون وایي چې د افغانستان حکومتی عسکرو او نړیوالو قواو د وردگو په ولایت کی دوه کسان ونیول چې گومان کیږی دطالبانو قوماندانان وي.

نړیوال عسکر وايي، دغو قومندانانو په همدې سیمه کې د بمونو د چاودنو مسئولیت په غاړه لري او په څو نورو حملو کې یې هم لاس درلود.

ناتو وویل چې د سه شنبی په ورځ د هیواد په جنوب کی د بمو په یوه چاودنه کی د ایستونیا یو عسکر مړ شو.

له بلی خوا نن د انگلستان ددفاع وزارت اعلان وکړ چې دسه شنبی په ورځ دهلمند په ولایت کی دبم په یوه چاودنه کی دبریتانیی دوه عسکر او د افغانستان د پوځ دوه تنه عسکر ووژل شول.

ددی نه علاوه دامریکا دپوځ یو تن عسکر هم په یوه چاودنه کی وژل شوی دی.

سږکال په افغانستان کی دامریکایی او ناتو قواو لپاره یو سخت مرگانی کال ؤ.

دومره خارجی عسکر چې سږ کال ووژل شول په یو زرو دوه میلادی کال کی امریکا یی قواو په مشرئ د طالبانو د حکومت د رانسکوریدلو نه وروسته تراوسه پوری نه ؤ وژل شوي.

XS
SM
MD
LG