د لاس رسي وړ اتصالات

"د جمهور رئیس کرزي لپاره یو امتحان"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، جمهور رئیس حامد کرزي تیره میاشت د تحلیف په مراسمو کې په خپلې بیانیې کې ډیر لوړ هدفونه او مقاصد یاد کړل.

د ژمنه وکړه چې د معافیت کلتور به پای ته رسوي او هغه کسان به محاکمې ته راکاږي چې د افغانستان آینده یې په خطر کې اچولې ده. کرزی وايي، دده د حکومت وزیران باید صداقت ولري او په کار پوه وي.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان د نوې کابینې اعلانیدل به دې پوښتنې ته لومړنی ځواب ووايي چې آیا کرزی اوس په رښتیا هم غواړي چې د حده اوښتي اداري فساد مخه ونیسي او اهلیت ته توجه وکړي.

ورځپاڼه لیکي، جمهور رئیس کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د اداري فساد په اړه جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې په تاسف سره تر اوسه دې هدف ته نه دی رسیدلی.

کرزي د کابل د ښاروال عبدالاحد صاحبي ننگه وکړه چې څو ورځې مخکې یوې محکمې د دولتي شتمنۍ او واک نه د ناوړې استفادې او اختلاس په جرم محکوم کړ.

خو جمهور رئیس کرزي وویل "صاحبي یو پاک سړی دی"، او له قاضي القضات او لوی څارنوال نه یې وغوښتل چې د هغه پر دوسیې له سره غور وکړي چې دا وخت د استیناف په محکمه کې پرته ده.

نیویارک ټایمز لیکي، په اوسنۍ کابینه کې ځنیې وزیران لکه د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر ددې وړ دي چې په کابینه کې پاتې شي او کرزی باید د اشرف غني احمدزي په څیر ځینې نور په کار پوه کسان له بهر نه راولي.

ورځپاڼه لیکي، ځینې وزیران باید لرې کړل شي، لکه د معادن او صنایعو وزیر محمد ابراهیم عادل چې د ٣٠ میلیون ډالرو رشوت د اخیستلو په تور تر تحقیقاتو لاندې دی.

نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلی کرزی باید د جنرال عبدالرشید دوستم سره خپلې اړیکې قطع کړي. ورځپاڼه لیکي، دغه جنگ سالار مخکې د کرزي نظامي مشاور وو او په دې تورن دی چې قواوو یې په ٢٠٠١م کال کې په زرهاوو هغه طالبان ووژل چې په جنگ کې نیول شوي وو. جنرال دوستم ددې مستحق دی چې محاکمه شي.

نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلي کرزي ته ښايي چې له خپل ورور احمد ولي کرزي نه هم ځان لرې کړي.

د کندهار د ولایتي شورا پر دغه زورور غړي باندې تور دی چې د مخدره موادو قاچاقچیان ساتي او د امریکا د استخباراتو له ادارې (سي.آی.اې) نه معاش اخلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه ځینې خوشحالوونکي خبرونه هم شته. د فساد ضد یوه کمیسیون په کار پیل کړی او د حکومت ځینې وزیران د اختلاس او درغلئ په تور تر تحقیقات لاندې دي.

خو دا کفایت نه کوي، ډیر نور زیار باید ویستل شي او په کار ده چې د حکومت د چارو په طرزالعمل کې داسې اصلاحات راشي چې د رشوت اخیستلو یا ورکولو امکانات راکم کړي.

نیویارک ټایمز د خپلې سرمقالې په پای کې لیکي، د جمهور رئیس اوباما او د هغه د مشاورینو پښه هغه وخت وښویېده چې د ښاغلي کرزي او د هغه د ملاتړ کوونکو مخه یې ونه نیوله چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جعلکاري وکړي. ورځپاڼه لیکي، مخکې له دې چې کرزی خپله نوې کابینه وټاکي، واشنگټن باید له هغه څخه په کلکه وغواړي چې نور باید په اداري فساد د ککړو مقاماتو سره خپل روابط پرې کړي او مسئولین د صداقت او اهلیت پر بنیاد وټاکي.

XS
SM
MD
LG