د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې متوسطه ښوونځی د طالبانو په اړه تمثیلي بحث لغوه کوي


د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې د ارلینگټن د ښوونځیو مسئولینو ویلي، زده کوونکو ته وايي چې د نړیوالو چارو په یوه جوړیدونکي روزنیز پروگرام کې د طالبانو مسئله و نه څیړي. په دې اړه د امریکا څو ورځپاڼو پرون مقالې خپرې کړې وې.

واشنگټن پوسټ لیکي، د ارلینگټن د سیمې د ښوونځیو آمرې ويلي، امر کوي چې د متوسطې دورې د زده کوونکو په دغه روزنیز پروگرام کې چې غواړي ملگري ملتونه تمثیل کړي، د طالبانو په اړه له بحث نه ډډه وکړي. دې ویلي دي چې د زده کوونکو میندو او پلرونو ورته په دې اړه شکایت کړی دی.

ورځپاڼې د ښوونځیو د آمرې کریسټل فورسټر له خولې لیکلي: "هغه درد ته په پام سره چې پر امریکا باندې د تروریستي حملو له امله زموږ ځینو کورنیو او گاونډیانو ته رسیدلی، او د افغانستان د مسئلې حساسیت ته په پام سره چې زموږ سرښندونکي عسکر پکې دي، موږ د ملگرو ملتونو په اړه د زده کوونکو د روزنیز پروگرام نه دغه موضوع لرې کړې ده".

دغې مسئولې ویلي، نه غواړي چې په جنجالي مسایلو باندې د زده کوونکو روزنه او زده کړه اغیزمنه کړي.

واشنگټن پوسټ د کریس ویلسن په نامه د ارلینگټن د سیمې د یوه اوسیدونکي نظر خپور کړی دی چې وايي د مسئولینو په دغه تصمیم خوشحاله شوی دی. ویلسن وايي، ١۴ کلنې لور ته یې چې د سوانسن په متوسطه ښوونځي کې درس وايي، د ځینو نورو شاگردانو سره یو ځای وظیفه ورکړل شوې وه چې په دغه روزنیز پروگرام کې د طالبانو نمایندگي وکړي، د افغانستان د بحران حل پیدا کړي، چیرې چې طالبان غواړي امریکايي عسکر له ملک نه وباسي او بیرته واک ته ورسیږي.

کریس ویلسن وايي: "داسې ښکاریده چې موږ د هغې اکادمیکې آزادئ نه ناوړه گټه پورته کوو چې زموږ په نصیب شوې ده". ویلسن وايي، دا کار په اخلاقي لحاظ د انتقاد وړ دی چې یوه زده کوونکي ته وویل شي چې د طالبانو نمایندگي وکړي او د امریکا په اړه د طالبانو نظریات وړاندې کړي. ویلسن وايي، له دې امله سخت اندیښمن وو چې لور به یې ټوله ورځ په انټرنیټ کې هغه

ویب سایټونه لټول چې د طالبانو په طرفدارئ مطالب خپروي.

واشنگټن پوسټ لیکي، د زده کوونکو په دغه تربیتي پروگرام کې د چین ـ تایوان، هند ـ پاکستان، شمالي کوریا او غرب او روسیې او چیچنیا تر منځ پر جنجالونو باندې هم بحثونه شامل وو.

خو ورځپاڼې بیا د همدې سیمې د یوې بلې میرمنې له خولې لیکلي چې د معارف د مسئولینو ددغه اقدام له امله مایوسه شوې ده.

جولي سټرلینگ چې لور یې د سوانسن په متوسطه کې درس وايي، واشنگټن پوسټ ته ویلي چې د شاگردانو د روزنیز بحث نه د افغانستان د موضوع لرې کول زده کوونکي له دې نه محروموي چې د یوې داسې مهمې نړیوالې مسئلې په مختلفو اړخونو باندې پوه شي چو دوی پخپله ورڅخه اغیزمن دي.

XS
SM
MD
LG