د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکايي مامور د کرزي د برطرفئ دسیسه جوړه کړې وه"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دسمبر د اولسمې نیټې په گڼه کې د ملگرو ملتو د دوو مامورینو له قوله لیکي چې په افغانستان کې ددوی پخواني دوهم نمبر عالي رتبه مامور، امریکایي پیتر گالبریت په هغه وخت کې چې ادعا کیدله چې د افغانستان په انتخاباتو کې څرگنده درغلي شوې، سپینه ماڼۍ دې ته هڅوله چې بل کس د کرزي پرځای د جمهوررئیس په حیث وټاکلی شي.

ورځپاڼه زیاتوي کله چې ښاغلي کرزي ددغه پلان په برخه کې معلومات تر لاسه کړاو ورته وویل شو چې ددغه پلان طراح ښاغلی گالبریت دی چې په افغانستان کې د امریکا د خاص استازي ریچارد هالبروک لخوا د مقرریدلو تجویز یې شوی ؤ، نودی ډیر زیات په غصه شو.

ښاغلي هالبروک پخپله هم د افغانستان د جمهوررئیس سره یو ځلي د انتخاباتو پر سر ټکر کړی ؤ.

نیویارک ټایمز لیکي ددې جریان نه لږ وروسته ښاغلي گالبریت افغانستان په ناڅاپه توگه پریښود او وروسته له کاره هم گوښه کړی شو.

ده وروسته وویل چې دده د لری کیدلو عمده دلیل دا ؤ چه په افغانستان کې د ملگرو ملتو خاص استازي کای ایډی غوښتل په ملک کې د انتخاباتو په درغلیو پرده واچوي.

ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي گالبریت په یوه مرکه کې وویل چې هغه په دغه موضوع غږیدلی اما داسې عمل نه یې دی کړی چې وغواړي کرزی له کاره گوښه شي.

د ښاغلي گالبرت هغه ادعاوې چې په انتخاباتو کې یې د درغلیو په هکله کړې وې وروسته ومنل شوې او د کرزي د اراو نه یوه په دریمه برخه باطل اعلان شوه، خو د کرزي د رقیب په انتخاباتو کې د نه گډون په سبب، ښاغلی کرزی بریالی اعلان شو.

د ښاغلي گال بریت دغه پلان د ښاغلي کای ایدی په یوه رپوټ کې او د ملگروملتو او امریکايي مامورینو سره د مرکو نه وروسته څرگند شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي گال بریت چې پخوا سفیر او د عراق په مسایلوکې یې ډیر زیات نفوذ درلود د عراق په کردي سیمه کې د تیلو په مسایلو کې هم تر انتقاد لاندې دی.

ښاغلی کای ایدی چې د بل کال په اولو وختو کې په افغانستان کې خپله وظیفه پریږدي په یوه لیک کې څرگند کړی دی چې ده ښاغلی گالبریت له دې امله له خپلې وظیفه منفک کړ چې ده په څرگنده غوښته د کرزي پرځای لویدیز ته ډیر یو نژدې کس ته د افغانستان د چارو واک په لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG