د لاس رسي وړ اتصالات

تحقیقات کیږي چې امریکا خو جنگسالارانو ته پیسې ندي ورکړي؟


د متحده ایالاتو د کانګرس یوه غړي پدې برخه کې تحقیق پیل کړیدی چې د امریکا د خلکو د مالیی پیسې په افغانستان کې جنګ سالارانو او جګړه مارانو ته د لارو د مصون ساتنې په بدل کې ورکړل شوي او که نه؟

دیموکرات وکیل جان ټېرني وايي په دې برخه کې جدي الزامونه لګول شوي چې هغه خصوصي امنیتي کمپنیو چې د ترانسپورتي قراردادیانو سره کار کوي په منظم ډول جنګ سالارانو او طالبانو ته د اکمالاتي لارو د مصونیت په مقابل کې پیسې ورکوي.

ښاغلیْ ټیرني چې په کانګرس کې د ملي امنیت او خارجي روابطو د جرګه ګۍ ریْس دی نن اعلان وکړ چې د ده ډلې مقدماتي څېړنې پیل کړي چې آیا دا مسله په پوره تحقیق او څېړنې ارزي او که نه؟

هغه په یوه خپاره شوي بیان کې وايي چې که په دې برخه کې خپاره شوي ریپوټونه حقیقت ولري نو معنی به یې داوي چې آمریکا په غیر ارادي ډول داسي څوک تمویلوي چې اصلاْ د هغو سره په جنګ کې اخته ده.

XS
SM
MD
LG