د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو د ناامنۍ له ویرې تاجکستان ته مخه کړې


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د دسمبر د اولسمې نېټې په گڼه کې لیکي چې یو شمیر افغانانو د ناکراریو له ویرې تاجکستان ته کډې کړيدي.

ورځپاڼه زیاتوي، په هماغه شپه چې د عبدالعزیز یو ولس کلن زوی د برمته کونکو له ولکې نه وژغورل شو، ده پریکړه وکړه چې ملک پریږدي.

ده خپل ځنې د اړتیا وړ شیان راغونډ کړل او تاجکستان ته چې یواځې ددوی له سیمې نه اته لس میله لری دی، کډه وکړه.

ده وویل چې اوس په افغانستان کې ژوند کول گران شوي دي.

واشنگټن پوست لیکي، چې یو شمیر افغانان چې په افغانستان کې د امنیتي حالاتو نه ډاډه نه دي په زیاتیدونکي شمیر تاجکستان ته مخه کوي.

په افغانستان کې بې ثباتي کولی شي د مرکزي اسیا دهیوادو په امنیت باند ې هم بده اغیزه وکړی. تاجکستان نسبتاً یو بی وزله هیواد دی او یواځې په بهر کې د خپلو اتباعو د کار د عوایدو، د پختې او همدارنگه د المونیم په عایداتو ژوند کوي.

واشنگنټن پوست لیکي، په تاجکستان کې ځنې خلک په دې نظر دي چې د ناتو سره ددغه هیواد ښې اړیکي کولی شي دغه هیواد ته هم ستونزې جوړې کړي.

ځکه هغه وخت چې د ناتو لپاره د وسایلو د لیږدولو په منظور د تورخم د لارې پرځای د مرکزي اسیا د هیوادو لاره غوره کیږي، طالبانو اعلان له دې امله اخطار ورکړ.

واشگنټن پوست لیکي چې د ځنو پوځي کارپوهانو په خبره له هغه وخته راهیسې چې په پاکستان کې په ازبک یاغیانو فشار ډیر شو نو دوی بیرته خپلو سیمو ته راستانه شول او دغه کار کیدلای شي سېمې ته امنیتي ستونزې پیدا کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې سږکال په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې چارواکو اعلان وکړ چې د ترورستانو سره یې نښتې کړي دي کوم چې د القاعده سره اړیکې لري. دوی همدارنگه ویلي دي چې د جنگسالارانو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو سره هم نښتې شوي دي.

خو د بشر د حقوقو مدافعان وايي چې په سیمه کې دکتاتور مشران غواړي د اسلامي ترورستانو خطر زیات وښيي او په دې وسیله د خپلو مخالفینو پر ضد سخت اقدامات وکړي.

واشنگنټن پوست د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې د یوه مستقل تحلیل کونکي عبدالرشید له خولې لیکي چې وايي په مرکزي اسیا کې د طالبانو د خطر نه د مخدره موادو د قاچاقچیانو له درکه ډیر خطر پېښ دی.

دده په خبره طالبان به د امپراطورۍ په ځای شاید وغواړي یوداسې حکومت جوړ کړي چې د خپلو گاونډیانو سره ښې اړیکې ولري.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، د پخواني شوروي اتحاد د له منځه تللو وروسته د بیوزلی په خوا کې د روحاني خلا په سبب، په دې سیمه کې افراطیت وده کړېده.

XS
SM
MD
LG