د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته نږدې ستر عملیات پیل شوي


فرانسوي نظامي چارواکو ویلي چې د زرو نه زیاتو عسکرو چې په کښي افغان، آمریکايي او ۸ سوه فرانسوي عسکر شامل دي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د پایتخت کابل ختیځ ته ستر عملیات پیل کړل.

چارواکي وايي چې په دغه عملیاتو کې ځېنې آمریکايي عسکر ټپیان شوي او ځینې یاغیان وژل شوي دي خو د دقیق شمیر په هکله تر دغه دمه څه نه دي ویل شوي.

دغه عملیات د سروبې ولسوالۍ د اوزبین په کلي کې پیل شوي دي چې د طالبانو یو قوي مرکز دی.

په دغه سیمه کې په کال ۲۰۰۸ کې د یاغیانو په یوه کمین کې ۱۰ فرانسوي عسکر ووژل شول.

ددغو عملیاتو هدف دا دی چې د سیمې کنټرول بېرته افغان ملي امنیتي قواوو ته وسپارل شي.

بل خوا، افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو پرضد په هوايي عملیاتو کې ۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه ملیکان په موټر کې پرون د پنجشنبې په ورځ روان وو کله چې د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د جنګي هلیکوبترې له خوا پرې برید وشو.

ناټو وايي چې په دغه حمله کې یې هغه یاغیان په نښه کړي چې د سړک غاړې بمونه یې اېښودل. دغه قواوو ویلي چې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG