د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغانستان خلک، سړکونه او انکشافي پروژې ساتو


د ناټو جگپوړه چارواکو خپل دوه ورځنی سفر افغانستان ته پای ته رسولی دی.

هغوی هلته وعده وکړله چې نړېوالی قواوې دې ته متعهدې دي چې ترهغه وخت پورې په افغانستان کې پاتی شی چې دافغانستان د حکومت او نظامی قواوې دې ته چمتو شي چې د خپل هېواد دا منیت چاری په خپله غاړه واخلي.

په هغه گډ خبری کنفرانس کې چې جمهوررئیس حامد کرزي او د ناټو عمومی منشی اندریس فا راسموسن برخه اخیستې وه، عمومي منشي وویل چې په ٢٠١٠ م کال کې به ناټو په دې باندی تمر کز وکړي چې خلک وساتي، سړکونه وساتي او د انکشافي پروژو ساتنه وکړي.

هغه وویل چې د ناټو ماموریت یوه نوي پړاو ته له ۴٠ زرو نورو اضافې عسکرو سره ور داخلیږي.

ښاغلی فاغ راسموسېن وویل چې ناټو به د افغانستان خلکو ته بهتره امنیت راولي او د افغانستان حکومت ته به ډیر ډیر مسوولیتونه وروسپاري.

د ناټوعمومی منشی ښاغلی کرزی ته د نوی کابینی د ټاکلو مبارکی ورکړله . رپوټ وايي چې د ښاغلي کرزي لپاره په دویمه دوره کې یو مهم ازمیښت د هغه د نوي کابینی جوړښت او د وزیرانو ټاکل او د هغوی منل کیدل دي.

جمهوررئیس د نړیوالي ټولنې له فشار سره مخ دی چې ډیر مستعد، اهل وزیران وټاکی چې د اداری فساد او رشوت په مقابل کې مقاومت وکړي.

XS
SM
MD
LG