د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د اتومي بم فیوز نه جوړوي


د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد د برتانیې د ورځپاڼې هغه رپوټ رد کړیدی چې ویلي یې و ایران د اتومي بم په فیوز باندې کار کوي.

د احمدي نژاد یوه مرکه چې پرون د دوشبنې په ورځ په امریکا کې د ABC په ټلویزون کې خپره شوه، د ټلویزون خبریالې ډایان سایر هغه ته هغه سند وښود چې د ټایمز آف لندن ورځپاڼې تر لاسه کړی وو او داسې ګمان کیږي چې پدغې سند کې به هغه معلومات وو چې ایران د اتومي بم په فیوز باندې کار کوي.

جمهور رییس احمدي نژاد دغه سند رد کړ او زیاته یې کړه چې دا د امریکا حکومت په لاس جوړ یو سند دی.

د امریکا د جمهور رییس باراک اوباما یوه سلاکار د ښاغلي احمدي نژاد دا تور د منطق نه لیرې وباله.

له بلې خوا پرون د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن وویل که چیرته جمهور رییس اوباما یې غوښتنه وکړي نو د امریکا د دفاع وزارت باید د ایران پر ضد د هغه هیواد د اتومي پروګرام په خاطر د نظامي اقدام لپاره چمتو وي.

مایک مولن وویل هغه پدې باور لري چې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام د ستونزې د حل لپاره دیپلوماسي تر ټولو ښه لار ده.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ایران پر ضد نظامي اقدامات د یوه چاره ده خو نتیجه به یې ډیره محدوده وي.

XS
SM
MD
LG