د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: اروپایان نه پوهیږي د څه لپاره افغانستان کې جنگیږي


(د AP عکس) د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دسمبر د یوویشتمې نېټې په گڼه کې لیکي، اروپایان په افغانستان کې جنگیږي خو ورو ورو دې ته راځي چې له ځان نه پوښتنه وکړي چې د څه لپاره.

یو ستر اروپايي ډپلومات د افغانستان په وړاندې د اوباما د پالیسۍ په هکله وايي چې ده د امریکا د موقف د سپینولو په هدف، د ځان لپاره د وتلو اته لس میاشتې وټاکلې ترڅو د زیاتو عسکرو د لیږلو لپاره زمینه برابره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې جگړه په اروپا کې د عامه خلکو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکوي او دوی اوس دا خبره په سختۍ مني چې ددوی امنیت په کندهار یا د هندوکش په لمنو کې د امنیت پورې تړلی دی.

سره ددې هم د ناتو مهم اروپايي غړي هیوادونه حاضر شول چې په افغانستان کې خپل عسکر زیات کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د اروپايانو په نوښت د جنوری په ٢٨ مه په لندن کې د افغانستان په هکله کانفرانس جوړیږي او په هغه کې د دې هیواد سره د مرستې په ژمنو خبرې کیږي او هیله کیږي چې جرمني او فرانسې دواړه افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو تعهد وکړي.

خو بیاهم د فرانسه جمهوررئیس نیکولاس سرکوزي به د سیمه ایزو انتخاباتو په سبب چې په دې هیواد کې په مارچ کې کیدونکي دي، دغه اعلان وځنډوي ځکه هغه پخوا ویلي وو چې یو اضافي عسکربه هم افغانستان ته وانستوي.

ورځپاڼه زیاتوي، داوباما په راتگ سره دافغانستان جگړه ورو ورو امریکا ته پاتې کیږي.

په اوله کې د ناتو ونډه په دې جگړه کې ډیره وه خو اوس د هرو دوو امریکايي عسکرو په مقابل کې د ناتو یواځې یو عسکر په افغانستان کې جنگیږي.

خو سره ددې هم اوس داسې انگیرل کیږي چې په افغانستان کې بریالتیوب د ناتو د غړو هیواد د عزت او وقار خبره گرځیدلې ده، نو په دې اساس اروپایان حاضر شول چې دم گړی اوه زره تازه دم عسکر افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG