د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سناتور د پولیسو په ډزو کې ووژل شو


د افغانستان پولیسو پرهغه سناتور ډزی وکړلی چی د کمین سیمی ته له موټر سره ورداخل شوی و. د بغلان د ولایت پولیسو دافغانستان د پارلمان یو غړی سهوا ویشتلی دی.

پولیس وايي، په طالبانو باندی دحملی لپاره یی کمین نیولی و چی په دغه وخت کی سناتور محمد یونس هم خپل کور ته روان و او کله چی د هغه موټر د بغلان د ښار هغی سیمی ته ور داخل شو چی پرون په کی سخت جنگ شوی وو. پولیسو ورته اشاره وکړه چه ودریږی مگر موټر یی هماغسی روان و او ونه دریده.

د کورنیو چارو دوزارت یوه اعلامیه وايي چی د سناتور محمد یونس د ساتونکیو او پولیسو ترمنځ ډزی وشوی. موټر وان یی وژل شویدی او د سناتور سره ملگری یو بل سړی زخمی شو، خو په خپله سناتور وژل شوی دی.

همدا راز د هلمند د والی د دفتر یو ویاند وايي چی د بم په یوه چاودنه کی دری ملکی کسان وژل شوي دي او څلور کسان یی زخمیان دي.

د ناتو چارواکی وايی چی د افغانستان د امنیتي قواو سره یی په خپلو شریکو عملیاتو کی یو شمیر هغه خلک ونیول چی په کابل کی به یی سړي تښتول. دناتو تړون وایی دپکتیا په ولایت کی یی د طالبانو هغه قوماندان وژلی دی چه د سړک په غاړه به یی بمونه ایښودل .

له بلی خوا نه دسه شنبی په ورځ دناتون دتړون یوه لوړ رتبه مامور وعده وکړه چه دناتو قواوی به خپل زیات کوښښ کوی چې کی خلک دحملو نه وساتی، دسړکونو امنیت ینگ کړی او په را روان میلادی کال کی دابادئ د پروژو ساتنه هم وکړی.

دناتو دتړون عمومی منشی انډرز فاغ راسموسین وویل چه ناتو به ترهغی پوری په افغانستان کی پاتی وی رڅو چه دافغانستان وځ ددی توان ون لری چه خپل هیواد منیت ه خپله وساتی. راسموسین ا تبصره پرون په کابل کی دجمهور ریس څامد کرزي سره دیوه شریک مطبوعاتی کانفرانس په دوران کی وکړه.

ښاغلي کرزی نن په افغانستان کی، دامریکا او ناتو دقواو د عمومی قوماندان جنرال سټینلی میک کریسټل په ملگرتیا په کابل کی پولیسو اکاډیمی وکتله.

ناتو به سږکال څلویښت زره نور عسکر هم افغانستان ته ولیږی. دامریکا خارجه وزارت پرون وویل چه شپږ زره عسکر یی افغانستان ته رسیدلی دی.

په عین وخت کی جمهور ری حامد کرزي پرون اعلان وکړ خپل حکومت ته یی امر کړی دی چه دهغه دیوه اتلس کلن وراره دقتل په باب تحقیقات وکړی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼی په روانه هفته کی راپور ورکړی ؤ چه د وحید کرزي په نوم دښاغلي کرزي اتلس کلن وراره داکټوبر په میاشت کی دقندهار په ښار کی ویشتل شوی ؤ او شاید چه دانتقام په ډول د جمهور ریس کرزي یوه بل کوم نژدی خپلوان ویشتلی وی.

XS
SM
MD
LG