د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتنامو بندول به ډیر وخت واخلي


(د AP عکس) نن د چارشنبی په ورځ دامریکا یوی معتبری ورځپاڼی، نیویارک ټایمز راپور ورکړ چی د جمهوررئیس براک اوباما اداره ښایی ونکړلی شی چی د ترهگری یوشمیر مشکوک کسان چی په گوانتانموکی په توقیف کی پراته دی تر ٢٠١١ میلادی کال پوری بل کوم ځای ته انتقال کړی.

داوباما اداری تیره اونی اعلان وکړ چی د ایلنای په جنوبی ایالت کی به یو زندان چی ډیر نه استعمالیږی په بیه واخلی چی د گوانتانمو تقریبا ١٠٠ تنه زندانیان پکی واچوی.

خو نیویارک ټایمز لیکی چی د محابسو اداره دومره بودجه نلری چی دا زندان د ایلنای له ایالت نه په بیه واخلی.

سپینی مآڼی د امریکا د اولسی جرگی د بودجی داختصاصولو کومیټی سره دامسله مطرح کړیده چی ددغی پروژی لپاره دوه سوه میلونه ډالره د نظامی لگښتونو په بودجه کی د ٢٠١٠ م کال لپاره ور اضافه کړی. خو دیموکرات مشرانو دسپنی مآڼی دا خواست رد کړیدی ځکه دا پروژه ډیره جنجالی ده.

داوباما اداره غواړی چی د ایلنای له ایالت نه زندان په بیه واخلی چی د جمهوررئیس براک اوباما هغه وعده پوره شی چی حکم یی کړی و چی د گوانتانمو زندان به په بل کال کی بندکاندی.

رپوټ وایی چی دا پلان د کانگریس د یوشمیر غړیو له سخت مخالفت سره مخ شویدی. فعلا دوه سوه بندیان په گوانتانامو کی پراته دي. .

جمهور ریس اوباما هم دا خبره منی چه دکال دوه زره لس میلادی دجنورئ پوری به دغه نظامی زاندان دمخکینئ وعدی برخلاف ونه تړل شی. هغوی له دی سره اختلاف لری چی دترهگری مشکوکان د امریکا خاوری ته راوستل شی.

په گوانتانمو کی اوس تقریبا ٢٠٠ بندیان پراته دی او دهغوی دژوند په شرایطؤ باندی د بشری حقوقو ډلو په دی سبب سخت اعتراضونه کړیدی چی ویل کیږی له هغوی سره تیری اوناوړه سلوک کیږی.

XS
SM
MD
LG