د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې ځانمرګه پنځه تنه ووژل


(د AP عکس) د پاکستان د پیښور په ښار کې د یوه ځانمرګې حملې په نتیجه کې پنځه تنه مړه او د شلو نه زیات خلګ ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې ځانمرګه نن د پنجشنبې په ورځ د امنیتي قواوو یوې پوستۍ ته ورنږدې شو او کله چې د پولیسو له خوا ودرول شو نو ځان یې والوزاوه.

چارواکي وايي چې دغه پوسته د پاکستان ملي هوايي شرکت ته نږدې د ښار د ګڼې گوڼې نه په ډکې یوې جادې کې پرته ده.

په دغه سیمه کې څو مطبوعاتي کمپنۍ، یو عیسوي ښوونځي او څو نورې کمپنۍ موقعیت لري.

دغه چاودنه دوې ورځې وروسته له هغه نه وشوه چې یوه بل ځانمرګه د پاکستان د پېښور په ښار کې د مطبوعاتو کلب ته نېږدې ځان ولوزاوه او درې تنه یې ووژل او اولس تنه نور یې ټپیان کړل.

دا لومړۍ حمله وه چې په دغه ښار کې د مطبوعاتو پر یوه مرکز باندې وشوه.

XS
SM
MD
LG