د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تحقیق او تفتیش د ادارې رئیس وایی چی په افغانستان کی ددې ادارې د مخدره موادو ضد فعالیتونه او اجراات د اوږدې مودې ستراتیژي، مناسبه همکاري او واضح او څرگند اهداف نه لری.
ددغي ادارې رئیس په یوه رپوټ کی چی پرون د چهارشبې په ورځ یې خپور کړی ویلي دي چی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مخدره موادو ضد فعالیتونو د پاره یو « ختمیدونکی حالت » نه دی ښودلی او نه یې خپل اجراات توضیح کړي دي. رپوټ وایي چی دغه وزارت داسی کوم پلان نه لري چی خپل فعالیتونه افغانستان ته انتقال کړي.
افغانستان د اپیمو په تولید کی د نړۍ ترټولو غټ ملک دی او د مخدره موادو د تجارت نه یاغي طالبان پیسې ترلاسه کوي.
په دې رپوټ کی ویل شوي دي چی د هغي موافقې سره سره چی په افغانستان کی د کوکنارو د کروندو له منځه وړل ضروري بلل شوي وو، داسی فیصله وسوه چی ددې پر ځای دي د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي ته پاملرنه وسی.