د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځانمرگه حملې ٨ تنه ووژل


افغان پولیس وایي نن په کندهار کې یو ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په یوې بګۍ کې ځای پر ځای کړي وو، خپل ځان یې یوه هوټل ته نږدې چې زیاتره ورته بهرنیان راځي الوزولی دی او لږ تر لږه اته تنه یې وژلي دي.

د پولیسو یو لوړرتبه چارواکي فضل احمد شیرزاد وویل چې ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت خپل چاودیدونکي مواد والوزول کله چې د پولیسو لخوا ودرول شو.

پدغې چاودنې کې د یو تن پولیس په شمول ، درې تنه ټپي شوي هم دي او د هوټل ښیښې یې هم ماتې کړیدي. چاودنه د ولایت یوې ودانې ته څیرمه شویده او ښاغلی شیرزاد وایي پدې اړه تحقیقات روان دي چې معلومه کړي د برید کوونکي هدف د حکومت ودانۍ او که دغه هوټل و.

XS
SM
MD
LG