د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بندي امریکايي عسکر ویډیو وښوده


په افغانستان کې طالبانو یوه وېډېو خپره کړې او پکښي یې د دوی په ادعا هغه آمریکايي عسکر ښودلی چې تقریباْ شپږ میاشتې مخکي یې په افغانستان کې نیولی و.

(باوې برګدال) چې د آمریکا د آېډاهو د ایالت دی د جون د میاشتې په پای کې کله چې د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د خپل نظامي مرکز څخه د درو تنو نورو افغانانو سره وتلی و، ورک شو.

په یوې وېډېو کې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوه، یو کس ښکاره شوې چې د پوځ یونېفورم یې اغوستی او زغره لرونکې خولۍ یې پرسر ده او عینکي یې ایښي دي او ځان ۲۳ کلن برګدال معرفي کوي.

هغه وايي چې افغانستان به د آمریکا لپاره دویم ویټنام وګرځي که د آمریکا خلک را پورته نشي او د دغو بېځایه کارونو مخه ونه نیسي.

د وېډیو په یوه برخه کې د هغو بندي عسکرو نه ښودل کېږي چې د آمریکایانو په بند کې دي او ناوړه چلند ورسره کېږي. په وېډیو کې ښکاره شوی کس چې ځان برګدال معرفي کوي وايي چې طالبانو د ده سره عزتمندانه چلند کړی دی.

تر اوسه لا دا نه ده معلومه چې دغه وېډیو څه وخت جوړه شوې خو د انتل سنتر چې په آمریکا کې دی او د تروریزم چارې څارې وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې په ویډیو کې ښکار شوی کس برګدال دی.

په دغه وېډیو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د بندیانو د تبادلې غوښتنه هم شوې.

د ناټو یوه نطاق ( ګریګوري شمیت) دا وېډیو غندلې او هغه یې داسي خطرناکه عمل بللی دی چې په کې یو ځوان عسکر مجبورېږي چې هغه متن ولولي چې مخکي ورته لیکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG