د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: افغانستان د دیموکراسئ لپاره مناسب نه دی


د جرمني ددفاع وزیر ( کارل تیودور گټن بیرگ ) وایی چی په افغانستان کی د لویدیز په طرز دیموکراسي نه سی راتلای او دا چي اعتدال غوښتونکي طالبان باید د افغانستان په حکومت کی شامل سی.

هغه د جرمني د ( بیلد ) ورځپاڼي ته وویل چی د افغانستان تاریخ او خصوصیتونه ددیموکراسۍ د پاره مناسب نه دي.

هغه دا هم وویل چی په هغه جنگ ځپلي ملک کي دائمي سوله د اعتدال غوښتونکو طالبانو د برخي اخیستو نه پرته نه سی راتلای.

( گټن بیرگ ) دا هم وویل چی لویدیځ باید دا معلومه کړی کومه یاغي ډله بین المللي ټولني ته زیات خطر دی او کومه یوه یې د افغانستان په غم غمجنه ده. هغه وویل چی په افغانستان کی د بشري حقوقو مساله باید د هغه ملک د کلتور او دود دستور په اساس په پام کی ونیول سی.

د جرمني ددفاع په وزیر باندی د هغه وخت را پدې خوا فشار زیات سوی دی چی جرمني قواو په کندز کی د ناتو قواو ته د هوایي حملې امر ورکړ او په کی تقریبا ١۴٠ کسه ووژل سول.

XS
SM
MD
LG