د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته په روانه الوتکه کې د چاودنې کوښښ


د نړۍ په ګوټ ګوټ کې امریکا ته د پروازونو لپاره سخت امنیتی ترتیبات وروسته له هغه نه ونیول شول، چې یوه نایجیریايي سړي غوښتل هغه الوتکه په بم ولوزوي چې د آمریکا د دېترویت ښار ته را تله.

دغه نایجیریايي د القاعده د ترهګرو سره د اړیکو ادعا کړې ده.

د کریسمس د ورځې د پرواز مسافرینو وویل چې دوی د الوتکې د کښېنستو نه مخکي یو لوړ آواز واورېده او وروسته یې دودونه ولېدل چې راپورته شول. دغه ناکامه چاودنه د ۲۳ کلن عمر فاروق عبدالمطلب کار و. هغه غوښتل خپل چاودېدونکي موادو ته انفجار ورکړي خو د الوتکې د کارکونکو او د مسافرینو له خوا ونیول شو.

آمریکايي چارواکو د ټولو هوايي شرکتونو نه غوښتي دي چې آمریکا ته د راتلونکو الوتکو دپاره دي زیات امنیتي ترتیبات ونیسي. او په عین حال کې نایجیریايي چارواکو هم د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

رپوټونه وايي چې مطلب یو ډول پوډر په پښو سره د ټېپ یا پلستر په ذریعه تړلي و او مایع موادو ډکه پېچکارۍ هم ورسره وه.

د آمریکا د کانګرس غړي پېتر کینګ چې د کورني امنیت د کمېټې غړی هم دی وویل چې ده پخوا هیڅکله دغه ډول وسایل نه و لېدلي.

هغه وویل چې عمر فاروق عبدالمطلب د القاعده ترهګرو سره اړېکې درلودې. د کانګرس یوه بل غړي چې د آمریکا د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټی غړی دی هم وویل چې مطلب په یمن کې د سخت دریځو اسلامي ډلو سره هم اړیکې درلودې.

XS
SM
MD
LG