د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کی پولیسو څلور مظاهرچیان وژلی دی


د ایران د مخالفینو ویب پاڼه او شاهدان وایی چی پولیسو څلور تنه فعالین چی په تهران کی یی په غټو مظاهرو کی برخه اخیستی وه ویشتلی او وژلی دی.

هغوی وایی چی پولیسو په داسی حال کی ډزی وکړی چی په زرگونو خلکو نن د حکومت د خبرداری سره سره په پایتخت کی مظاهری جوړی کړی وی.

د دغو کسانو مړینه په مستقله توگه نشی تایید کیدای ځکه چی د ایران حکومت بهرنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوی چی په مستقیمه توگه د مظاهرو په اړه رپوټ ورکړی.

دغه مظاهری د جون د میاشتی راهیسی چی د مختلفو ډلو په قول

امنیتی قواوو ٧٢ تنه د جمهوری ریاست د انتخاباتو پرخلاف د مظاهرو کولو په خاطر وژلی وو تر ټولو جدی مظاهری وی .

چارواکی وایی چی د جون د میاشتی په مظاهرو کی ٣٦ تنه وژل شوی وو چی په هغو کی حکومتی طرفداره ملیشی هم شاملی وی.

عینی شاهدان وایی چی په ننیو مظاهرو کی پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره د اوښکی بهونکی گاز

او کوتکونو نه کار واخیست .

مظاهره چیانو شعار ورکاوه چی مړ دی وی ډیکتاتور چی د ایران مشرتابه ته اشاره وه ، ټول ښار د دود لوخړو په سر اخیستی و.

XS
SM
MD
LG