د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ: بمبارئ لس ملکیان وژلي


افغان چارواکي وایي د کنړ په ولایت کې د بهرنیو قواوو په هوایي حمله کې لس عام خلک وژل شویدي چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي.

جمهور رییس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې چې نن یې خپره کړیده د عامو خلکو دغه وژنه غندلې ده او ژمنه یې کړې چې د پیښې په اړه به تحقیقات وکړي. ناټو او امریکایي قواوو تر دې دمه د پیښې په اړه خپل عکس العمل ندی ښودلی. افغان چارواکو ویلي دي چې دغه مرګ ژوبله د شنبې په ورځ په یوې لرې پرتې سیمې کې شویده.

د بهرنیو قواوو په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو وژل کیدل په افغانستان کې یوه جنجالي موضوع ده. د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې امریکایي قوماندانانو د ملکي خلکو ساتنه خپل لومړیتوب ګڼي. او وایي چې د طالبانو سره د جګړې په څنګ کې باید د عامو خلکو ژوند هم خوندي شي.

له بلې خوا دافغانستان پولېس واېې چې ېاغی طالبانو په بادغېس کې په ېوه امنېتی پوسته باندی د ېکشنبی په ورځ برېد کړېدی او دوه پولېس ېې پکی وژلی دی.

د طالبانو له دغه برېد نه وروسته دری تنه نور پولېسان لادرکه دی. ېوه مشترکه قوه چې افغانان او نړېوال عسکر پکی دی په هغوی پسی لټون کوی.

په عېن حال کې، مطبوعاتی رپوټونه واېې چې د اسپانېې ددفاع وزېر د اسپانېې له عسکرو سره چې د کابل د هوایی مېدان ساتنه کوی ملاقات کړېدی. رپوټ واېې چې داسپانېې ددفاع وزېر ژمنه وکړله چې په راتلونکې کال کی به اسپانېه د افغانستان لپاره دوه زره عسکر وروزی.

رپوټ واېې چې اسپانېه اوس د ناټو په عسکرو کې زر تنه عسکر لری چې دناټو دنوروعسکرو سره د افغانستان په مامورېت کې شامل دی. توقع ده چې د اسپانېې پارلمان به په راتلونکېو څو مېاشتو کې څو سوه نور عسکر هم افغانستان ته ولېږی

XS
SM
MD
LG