د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ: عاشورا مراسمو کې چادونې ٢٠ تنه ووژل


پاکستاني پولیس وایي د کراچۍ په بندري ښار کې د شعیه مذهبو مسلمانانو په مذهبي مراسمو کې د بم چاودنه شویده او لږ تر لږه شل تنه پکې ووژل شول.

دا پیښه نن په هغه ښار کې په یوه داسې ځای کې وشوه چې شعیه ګان پکې د عاشورا د مراسمو د لمانځلو لپاره راټول شوي و. پدغې چاودنې کې لږ تر لږه ٨٠ تنه ټپي شوي هم دي.

دا په تیرو څو ورځو کې د پاکستان په شعیه ګانو باندې دویمه ستره حمله وه. پرون د یکشنبې په ورځ د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې هم په هغه مسجد کې چاودنه وشوه چې شعیه ګان پکې د عاشورا د ورځې د لمانځلو لپاره راټول شوي و، او لږ تر لږه 10 تنه پکې ووژل شول.

چارواکو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د کشمیر په پایتخت مظفرآباد کې د عبادت ځای ته دننه شي خو کله چې پولیسو هغه د تالاشۍ لپاره ودراوه، نو خپل چاودیدونکي مواد یې والوزول. پدغې چاودنې کې د اتیاوو تنو نه زیات کسان ټپي شوي هم دي.

په پاکستان کې د اکثریت سني مذهبو او اقلیت شعیه مذهبو مسلمانانو تر منځ کله نا کله فرقوي حملې کیږي خو د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې بیا دا شان حملې ډیرې کمې دي.

XS
SM
MD
LG