د لاس رسي وړ اتصالات

کال ١٩٧١ د پاکستان او بنگلدیش ویش


د کال ١٩٧١ د ډسامبر په شپاړسمه دوه هفتی وروسته له هغه چی د هند قواوو د ختیځ پاکستان د استقلال د تحریک د ملاتړ لپاره په هغه سیمه یرغل وکړ د پاکستان نوی زره عسکر د هند قواوو ته تسلیم شول. ختیځ پاکستان استقلال ترلاسه کړ او بنگله دیش وبلل شو.

په کال ١٩۴٧ کی په هند کی د برټانیی د واکداری له ختمیدلو سره ختیځ پاکستان د لویدیځ پاکستان یوه برخه وبلله شوه، سره له هغه چی دا دوه هیوادونه څه باند ی زر میله سره لیری پراته وه.

که څه هم چی د پاکستان دواړو هیوادونو یو مذهب درلود خو ددی دواړو سیمو ترمنځ ډیر ژور کلتوري او نژادی توپیرونه موجود وه او د ١٩٦٠ د لسیزی تر پایه پوری ختیځ پاکستان د لویدیځ پاکستان نه د زیاتی خودمختاری د اخیستلو ږغ پورته کړ.

د کال ١٩٧١ د مارچ په میاشت کی د بنگله دیش استقلال اعلان شو او لویدیځ پاکستان د تحریک د ځبلو دپاره خپلی قواوی ولیږلی.

د پاکستان قواوو په څو میاشتو کی د بنگله دیش تقریبا یو میلیون تنه ووژل او لس میلیونه نورو هند ته پناه یوړه. د ډسامبر په میاشت کی هند، چی د بنگله دیش له تحریک سره یی پټی مرستی کولی، په هغه هیواد باندی یرغل وکړ او پاکستان قواوو ته یی بشپړه ماته ورکړه. په کال ١٩٧۴ کی پاکستان د بنگله دیش استقلال په رسمیت وپیژاند.

XS
SM
MD
LG