د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په کونړ کې  د ملکي تلفاتو په اړه تحقیقات کوي


په افغانستان کی دناټو چارواکی وایی چی دهغه رپوټ په باب تحقیقات کوی چی وایی لس تنه ملکیان چی زیاتره یی ماشومان دی،پکی وژل شویدی.

رپوټ وایی داپیښه دافغانستان په ختیځ ولایت کونړ کی د نظامی عملیاتو په ترڅ کی وشوه.

دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی، ددوشنبی په ورځ په یوه وینا کی دغه پیښه محکومه کړیده او د تحقیقاتو امر یی کړیدی. چارواکی وایی دغه پیښه دیکشنبی په ورځ په کونړ کی د عملیاتو په ترڅ کی شویده. دناټو چارواکی وایی چی دوی په دی برخه کی نور معلومات نلری خو د رپوټونو په باب تحقیقات کوی.

په افغانستان کی دملکیانو مرگ چی دناټو دهوایی بمباریو په نتیجه کی منځته راځی ډیره جنجالی موضوع ده . دامریکا قوماندانانو دملکیانو ساتنه خپله اصلی او اولنی وظیفه ټاکلی ده. دامریکا په هغه ستراتیژی کی چی له طالبانو سره دمقابلی لپاره جوړه شویده، د ملکیانو خوندی ساتنه د اولیت حق لری.

په یوه جلا خبر کی ویل شویدی چی یو ه مشترکه قوه چی افغانان اونړیوال عسکر پکی دی په هغو لادرکه پولیسانو پسی گرځی چی یاغی طالبانو په بادغیس کی په یوه امنیتی پوسته باندی د یکشنبی په ورځ دبرید په ترڅ کی دوه پولیسان پکی وژلی دی.

رپوټ وایی د طالبانو له دغه برید نه وروسته دری تنه نور پولیسان له حملی نه وروسته لادرکه دی. یوه مشترکه قوه چی افغانان او نړیوال عسکر پکی دی په هغوی پسی لټون کوی.

په عین حال کی، مطبوعاتی رپوټونووویل چی د اسپانیی ددفاع وزیر داسپانیی له عسکرو سره چی دکابل دهوایی میدان ساتنه کوی، ددوشنبی په ورځ ملاقات وکړ. رپوټ وایی چی داسپانیی ددفاع وزیر ژمنه وکړله چی په راتلونکی کال کی به اسپانیه دافغانستان لپاره دوه زره عسکر وروزی.

همدارنگه رپوټ وایی اسپانیه چی اوس د ناټو په عسکرو کی زر تنه عسکر لری چی دناټو دنوروعسکرو سره دافغانستان په ماموریت کی شامل دی. توقع ده چی د اسپانیی پارلیمان به په راتلونکیو څو میاشتوکی څو سوه نور عسکر هم افغانستان ته ولیږي.

XS
SM
MD
LG