د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا او برتانیې انتقادونه وغندل


(عکس: AFP) ایراني چارواکو د نړیوالو هغه انتقادونه رد کړیدي چی وایي د ایران حکومت په هغه هیواد کی د شنبی په ورځ مظاهره کوونکي په مرګاني شکل ځپلي دي.

د ایران د پارلمان رییس علی لاریجانی نن د سه شنبی په ورځ د پارلمان د غړو یوه اعلامیه واروله چی پکی ویل شوي و، دا چی د امریکا جمهور رییس باراک اوباما د ایران د مخالفینو اعمال ستایي، په حقیقت کی هغه خپل ځانته سپکاوی کوي.

جمهور رییس اوباما پرون د دوشنبی په ورځ د مظاهره کوونکو ځپل وغندل او دا کار یی د بی ګناه ایرانیانو پر ضد غیر منصفانه او د تاوتریخوالی نه ډک وباله.

ښاغلي اوباما همدارنګه د ایرانیانو ټینګه عقیده او زړه ورتیا هم وستایله. او ویلي یی وی چی دغو کسانو د خپلو نړیوالو حقوقو غوښتنه کوله.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ میلیبنډ هم د ایران د مظاهره کوونکو زړه ورتیا ستایلی ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د سه شنبی په ورځ وویل چی په تهران کی به د برتانی سفیر احضار کړي او د ایران په چارو کی به د بهرنیو هیوادونو د لاس وهنی پر ضد یو شکایت هم ثبت کړي.

د ایران سرکاري پریس ټلویزون د ایران د بهرنیو چارو د وزیر منوچهر متکي له قوله ویلي دي که چیرته برتانیه خپل دا شان بی هوده اعمال ونه دروي، نو خوله به یی په سوک ووهل شي.

تهران همدارنګه ویلي دي چی که چیرته غربي هیوادونه دا فکر کوي چی دغو په زر ګونه تنو مظاهره کوونکو د ایران د ټولو خلکو استازیتوب کاوه ، نو هغوي سم معلومات نلري.

XS
SM
MD
LG