د لاس رسي وړ اتصالات

تحقیقات: د کنړ بمبارئ کې زده کوونکي وژل شوي وو


(عکس: AP) د افغانستان حکومت وایی د حکومت د تحقیقاتو نه اوس معلومه شوه چې خارجی قواو د هیواد په ختیځ کی د کونړ په ولایت کی د خپلو نظامي عملیاتو په دوران کی لس تنه ملکي خلک چې د ښوونځي ماشومان هم په کې وو، وژلي دي.

د جمهور ریس حامد کرزي یو مشاور اسداله وفا نن خبریالانو ته وویل کوم معلومات چې مونږ ته ددغی پیښی په باب لاس ته راغلي دي ښیي چې وژلی شوي خلک ټول ملکیان وو چې اته تنه یې د دیارلسو کالو او اولسو کالو په عمر د ښوونځي ماشومان و.

د ښاغلي وفا دا څرگندونې په همدی اړه د کونړ د والی سید فضل اله واحدي د مخکینی وینا تصدیق کوي.

په افغانستان کی دناتو د تړون پوځی مقاماتو اعلان کړی ؤ چې د کونړ د ولایت د نرنگ په ولسوالئ کی د ایتلافی قواو دعملیاتو په دوران کی یې نهه کسه وسله وال چریکان وژلي دي.

په عین وخت کې نن په جلال اباد کی په سلگونو محصلین او شاگردان سړکونو ته راووتل او په نرنگ کی یی دایتلافی قواو په لاس ددغو وژنو په خلاف مظاهرې وکړي.

مظاهره چیانو د متحده ایالاتو او دامریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په خلاف خپله غصه او قهر څرگند کړ او ځینو یې دا شعارونه ورکول چې مرگ دې وي په اوباما.

ځینو شاگردانو دا وعده هم وکړه، که بیا دغه شان د ښوونځي ماشومان ووژل شول نو هغوی به خپل درسونه پریږدي او وسلې به راواخلي.

له بلې خوا پرون په افغانستان کی دملگرو ملتونو د مرستو دفتر خپل یو راپور خپور کړ. په راپور کی ویل شوی دي چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي خلکو وژنې په سلو کې لس فیصده د تیر کال په مقایسه زیات شوي دي.

نن بلغاریې اعلان وکړ چه دیرش عسکر به افغانستان ته ولیږي، چې په دی ترتیب هلته به یی د ټولو عسکرو شمیر دری سوه شي.

د بلغاریی عسکر په قندهار کی پراته دی او دهوایی میدان داخلي امنیت ساتي.

XS
SM
MD
LG