د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کراچۍ د حملې مسولیت واخیست


(عکس: AP) د پاکستاني طالبانو یوه لوړ پوړې قوماندان نن مطبوعاتو ته وویل چې د دوی گوند تحریک طالبان پاکستان، هغه بم چوونکی لیږلی وو چې د کراچۍ په ښار کې یې د عاشورا پر غونډه باندې مرگانۍ حمله وکړه.

په حمله کې ۴٣ تنه ووژل شول.

قومندان عصمت اله شاهین په آینده ورځو کې ددغه ډول نورو حملو د کولو خبرداری ورکړی دی.

په کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ د شیعه گانو پر مذهبې غونډې باندې له حملې وروسته په ښار کې په ډزو او بلواگانو کې له پنځه سوو نه زیات دوکانونه وسوځیدل.

پرون په زرهاو خلکو د وژل شوو کسانو د جنازې په لمانځه کی برخه واخیستله. ډیرو خلکو ویل چې د پاکستان حکومت ددې لپاره ملامتوي چې پوره امنیت یې نه و نیولی.

د کراچئ پیښه په پاکستان کې د عاشورا پر غونډو باندې دریمه حمله وه.

د پاکستان چارواکي وايي ددغو حملو هدف په ملک کې فرقيي تشدد ته لمن وهل دي.

سنیان په دې باور دي چې اهل تشیع متنازع فیهي مذهبي عقاید لري. په پاکستان کې شیعه گان ددغه ملک د نفوسو پنځمه برخه جوړوي او ٧٠ فیصده د پاکستان خلک اهل سنت دي.

د پاکستان پوځ دا وخت په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو د عمده اتحاد تحریک طالبان پاکستان په خلاف عملیات کوي چې په دغه سیمه کې پاخه سنگرونه لري.

تندروانو ددغه عملیاتو په خلاف د ملک په مختلفو برخو کې حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG