د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې یوه ځانمرگي ٨ ملکي امریکایان ووژل


په افغانستان کې امریکایي چارواکي وایي چې د خوست په ولایت کې د یوه ځانمرګه بم چونکي په حمله کې اته تنه ملکي امریکایان وژل شویدي.

چارواکو وویل پدې حمله کې چې پرون په خوست کې د امریکا په یوې نظامي اډې کې وشوه، د امریکا یا ناټو کوم عسکر پکې ندی وژل شوی.

د خوست ولایت د شمالي وزیرستان سره سرحد لري چې یاغې طالبان د هغه ځای نه رااوړي او په افغانستان کې حملې کوي.

په عین حال کې په افغانستان کې د نړېوالو قواوو یوه نطاق وویل چې ناټو تر اوسه پورې داسې مستقیم شواهد نلري چې د افغان د حکومت دا ادعا دې ومني چې خارجي عسکرو د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې لس تنه ملکي خلک وژلي دي.

دګروال وین شنکس پرون خبریالانو ته وویل چې ناټو د دې پیښې په باب د سمدستي ګډو تحقیقاتو غوښتنه کړیده.

XS
SM
MD
LG