د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د والیبال لوبه کې چاودنې ٥٠ تنه ووژل


د پاکستان پولیس وایی چی پنځوس کسه هغه وخت ووژل سول او نور زخمیان سول چی یوه ځان مرگه خپل موټر چی بمونه یې په کی ایښي وو، د هغو خلکو په خوا وروست چی د والیبال لوبه یې کوله.

دا حمله نن د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان قبایلي سیمي ته نژدې د لکي مروت په ښار کی سوې ده.

نږدې دوه سوه تنه ددغه لوبې د نندارې دپاره راټول شوي وو.

عیني شاهدان وایی چی ځان مرگه خپل موټر د والیبال د میدان منځ ته ورساوه او ویې چاوه. دې چاودني نژدې کورونه هم خراپ کړي او ځیني خلک لا په خاورو خځلو کی بند پاته دي.

XS
SM
MD
LG