د لاس رسي وړ اتصالات

د سي.آی.اې پر اساسي مرکز د طالبانو حمله


خبري رپوټونه وايي چې د دغې اونۍ ځانمرګه برید چې د افغانستان په ختیځ کې پر یوې نظامې اډې وشو، په کښي په سیمه کې د آمریکا د مخفي عملیاتو مرکز په نښه شوی و.

د استخباراتو ځینې پخواني مسئولینو، چې د خوست د پیښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي، د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط یې په دې باب له مطبوعاتو سره خبرې وکړې.

دوی وویل چې د خوست په ولایت کې د چپمن نظامي اډه د افغانستان او پاکستان ترمینځ په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو د راټولو مسولیت لري او د هغو هلوځلو څارنه کوي چې هدف یې د یاغیانو د مشرانو وژل دي چې معمولا د بې پېلوټه الوتکو په مرسته کيږي.

همدارنګه یاد شویو استخباراتي مامورینو ویلي دي چې داسي ښکاري چې ځانمرګه د ملي اردو یونیفورم اغوستی و او ښايي په دې ګمان کمپ ته پرته له تلاشۍ پرېښودل شوی وي چې ګواکي جاسوس دی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا ( سي آی اې) د چارشنبې په ورځ دا تایېد کړه چې په دغه حمله کې یې ۷ تنه کارکونکي وژل شوي او شپږ تنه نور زخمیان شوي دي، خو دغې ادارې په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي.

د دغې ادارې پخواني مامورین وايي چې د چپمن د کمپ ریْسه هم په پېښه کې وژل شوې ده.

طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د وال سټریټ ژورنال پخپله ننۍ ګڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې په مرکز باندې په ځانمرګه برید کې شاید د د دغې ادارې یو جاسوس مرسته کړې وي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پخپله ننې ګڼه کې د یوه غربي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د خوست په ولایت کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي.آی.اې په یوه مرکز باندې د ځانمرګي برید کوونکي سره شاید د دغې ادارې یو تن افغان جاسوس مرسته کړې وي چې دغې نظامي اډې ته د څو امنیتي پوستو نه تیر شي. پدغې چاودنه کې اته تنه امریکایان ووژل شول چې اوو تنه یې د سې آی اې مامورین وو.

دغه ځانمرګی برید کوونکي د تیری چارشنبې په ورځ پدې خاطر دامریکا نظامي اډې ته وربلل شوی و، تر څو د دغې ادارې لپاره په سیمه کې د جاسوس په صفت کار وکړي. هغوي دغه کار د یوه دریم ګړي افغان پواسطه دا هر څه برابر کړي و. چارواکي وایي چې ځانمرګي برید کوونکي د افغانستان د ملي اردو دریشي اغوستې وه او ډیر زړه ور دغه نظامي اډې ته ورننوت او خپل کار یې وکړ.

ورځپاڼه وړاندې وایي چې په تیرو څو میاشتو کې چې د افغانستا د ملي اردو او یا ملي پولیسو په دریشیو کې دا څوم ځل دی چې په بهرنیو قواوو باندې بریدونه کیږي. د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د افغان ملي پولیسو یوه افسر د برتانې په عسکرو باندې ډزې وکړې او د هغوي پنځه تنه یې ووژل.

لاس انجلنس ټایمز ورځپاڼې بیا پخپله ننۍ ګڼه کې د یوې ویب پاڼې له قوله چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي عسکرو د مرګ ژوبلو په اړه معلومات راټولوي، لیکلي دي چې په سږني کال کې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د امریکایي قواوو تلفات دوه برابره و.

ورځپاڼه وایي چې په 2008 کال کې یوازې 155 تنه امریکایي عسکر وژل شوي و خو تیر کال یعنې په 2009 کال کې بیا پوره 318 تنه امریکايي عسکر په افغانسان کې په بیلا بیلو پیښو کې ووژل شول.

ورځپاڼه وایي چې د دغو عسکرو زیاته شمیره د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د سړک د غاړې د بمونو په چاودنو کې وژل شویدي. او داسې ښکارې چې په راتلونکې کې به په افغانستان کې د غربي عسکرو مرګ ژوبله نوره هم لوړه شي.

ورځپاڼه وایي چې په افغانستان کې د امریکایي قواوو تلفات د نورو بهرنیو قواوو په پرتله ځکه ډیر دي چې امریکا په هغه هیواد کې تر ټولو زیات شمیر عسکر لري. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا 70 زره عسکر لري او تمه کیږي چې 30 زره نور په روان کال کې هغه هیواد ته واستول شي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بغاوت د زیاتوالي په اړه د یو شمیر امریکایي او غربي چارواکو له قوله لیکلي دي چې دا کار په هغه هیواد کې زیات عوامل لري او یو یې هم دا دی چې د افغانستان عام ولس د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت څخه ناراضه دی. ورځپاڼه وایي چې په حکومت کې پراخه اداري فساد او د کار کولو د وړتیا نه لرل هغه څه دي چې د طالبانو د فعالیتونو سره په مستقیمه توګه مرسته کوي.

هغوي له همدې لارې افغان ولس دیته هڅوي چې د هغوي د لیکو سره یو ځای شي او ورته وایي چې د اوسني حکومت په پرتله به هغوي ښه حکومت جوړ کړي.

ورځپاڼه وایي چې طالبان د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې د امونیم نایترایت کیمیاوي موادو نه کار اخلي او اوس یې اندازه دومره زیاته کړیده چې د 2009 کال نه مخکې نه و لیدل شوي. د سړک د غاړې اوسني بمونه د 5 سوو نه نیولې تر 6 سوو پورې اندازه لري او پدې سره دغه بمونه کولی شي چې د مرمۍ ضد قوي موټر هم له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG