د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې د یاغي شیعه گانو خلاف جگړه 


یمن غواړی چې پخپله خاوره کې القاعده کنټرول او ماتی ورکړی چې دا ددی یوازی ستونزه نده . دیمن په شمال کې په لیری پرته سیمه کې چې دسعودی عربستان سره گډه پوله لری، دحکومتی قواو او یاغیانو ترمنځ بله جگړه روانه ده. حکومت شک لری چې دایران په مرسته دغه یاغیان عملیات کوی.

د یمن شمالی ولایت سعدا ددغو غرونوترشا پروت دی.

په دغه سیمه کې دیمنی حکومت دقواو او دالحوتی په نامه شعیه جنگیالیو ترمنځ کله ناکله جگړی کیدی مگر پدی ورستیو وختو کې زیاتی شویدی.

او داسی ویل کیږی چې نوی لوبغاړی پکی پیدا شویدی.

سعودی عربستان چې دیمن شمالی گاونډی دی، دالحوتیانو په خلاف خپل عملیات پیل کړیدی. او یمن په ایران باندی تورلگوی چې ددغو یاغیانو ملاتړکوی.

دیمن داطلاعاتواو کولتووزیر حسن اللوزی وايي:

که دالحوتیانوسره دایران دمذهبی شخصیتونومرسته نوی نودغه جنگ به دومره نوی اوږد شوی.دایران دحکومت هدف دادی چې داسی وښی دا دشعیه او سنی جنگ دی.

حسین الحوتی دیمن دپارلمان غړی و. دی دیمن په پائتخت سناه کې په دغه کې پرله پسی میلمه کیده .

هغه په دوه زره څلورم کال کې ددولت په خلاف وسله وال بغاوت پیل کړ.

هغه وویل، دی غواړی چې دزیدی په نامه شعیه گان له وهابی سنیانو نه وژغوری چې سعودی عربستان ئې ملاتړکوی. زیدی شعیه گان دسعدا په ولایت کې اکثریت دی. دوهابی سنیانو شمیر دیمن په شمال کې زیاتیږی.

وهابیزم دسنیانو بنیادگرا فرقه ده چې په سعودی عربستان کې خپل مذهبی احکام پرمخ بیائې. دغه ډله پدی ټکی ټینگار کوی چې رښتینی اسلام د اسلام دپیغمبر په لارښونه کې نغښتی دی.

سنیان نه وهابیان په یمن کې اکثریت دی.

حکومتی قواو په دوه زره څلورم کال کې الحوتی وژلی و. حسن الزید وايي: هغه زما ډیر نژدی ملگری و.

حسن الزید دحسین الحوتی سره یوځای دالحق گوند جوړکړیدی.

هغه وايي، ایران دیاغیانوسره هیڅ ارتباط نلری. حسن الزید وايي:

دا غټ دروغ دی. د حسین کشر ورور عبد المالک الحوتی دیاغیانو مشر شومگر نه تائید شوی رپوټونه وايي، هغه دتازه وخت په بمباری کې وژل شویدی.

دنومبردمیاشتی په سرکې حوتیانو له سعودی عربستان نه ځینی سیمی نیولی وی او وروسته لدی نه ریاض دهوايي حملو په شمول حمله پیل کړه .

ځینی څارونکی وايي، ایران او سعودی عربستان په دغه جنگ کې د دریم گړی نقش لوبوی. یمن دعربستان د ټاپووزمه جنوب پلوته په سټراټیجکه سیمه کې واقع دی .

عبدالغنی الایرانی یومستقل سیاسی څارونکی دی . دی وايي:

دغه جنگ لا تراوسه په دریم گړۍ جگړه ندی بدل شوی.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وايي، داسی ثبوت نشته چې گنی ایران په یمن کې شعیه یاغیانو سره مرسته کوی.

ایران دا رپوټونه ردوی چې وايي، دحوتیانو سره مرسته کوی.

دمهاجرو لپاره دملگرو ملتونو عالې کمیشنر اټکل کوی چې له دوه زره څلورم کال نه راپدی خوا دسعډ له ولایت نه یوسلو پنځه اویازره تنه وتلی دی.

اکثره دغه کسان په هغه کمپ کې اوسیږی چې دجنگ سیمی ته نژدی جوړشویدی.

په یمن کې دیونسف استازی نسیم الرحمان وايي: ددغه جنگ ډیره بده اغیزه په ښځو باندی ده.

الرحمان وايي، یمن دغه جنگ ته په دوام ورکولوسره خپله راتلونکی قربانی کوی.

XS
SM
MD
LG