د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پارلمان ١٧ نوماند وزیران رد کړل


د افغانستان پارلمان جمهور رییس حامد کرزي ته کلک ګزار ورکړ او د هغه لخوا د نومول شوو وزیرانو اکثره یې رد کړل.

د نوې کابینې د څلورویشتو وزیرانو له جملې نه یوازې اوو تنو یې د ولسي جرگې نه د باور رایې تر لاسه کړې.

د افغانستان پارلمان پرون د شنبې په ورځ په پټه توګه رایه ګیري وکړه او د جمهور رییس حامد کرزي د نوې کابینې په اړه خپله پوره ناراضایتي په ډاکه کړه.

د رد شوو وزیرانو په ډله کې د اوبو او بریښنا وزرات پخوانی وزیر اسماعیل خان هم شامل وو. هغه پخوانی جنګسالار و چې د بشري حقونو نه په سرغړاونه هم تورن دی. پارلمان همدارنګه په کابینه کې یوازینې ښځه وزیر میرمن بانو غضنفر د ښځو د چارو د وزیرې په توګه هم رد کړیده.

په بریالیو وزیرانو کې د دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردک، د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د مالی وزیر عمر زاخیلوال شامل دي، ویل کیږي چې دوی د افغانستان په بیا رغونه او جګړه کې تر ټولو مهم رول لري.

د ولسي جرگې غړو نن د شنبې په ورځ د هغو ٢۴ وزیرانو په باب چی د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا ټاکل شوي دي پټه رای گیري شروع کړه.

جمهوررئیس کرزي تیره میاشت د خپلو ټاکل سوو وزیرانو نومونه افشا کړل او وعده یې وکړه چی هغوی به د اداری فساد او رشوتخوریو مسئول وي او حساب به ورسره کیږي.

انتقاد کونکي وایی چی په دغو وزیرانو کی اکثره یې په پخواني حکومت کی هم شامل وو او دا یې هم ویلي دي چی په هغوی کی یو یې لا مخالف غړی نه دی، که څه هم چی جمهوررئیس وعده کړې چی د سیاسي مخالفینو سره به له نژدې کار کوي.

ناتو د جمهوررئیس کرزي له خوا د وزیرانو نومول ستایلي دي، مگر د هغه نه یې غوښتي دي چی داسي حکومت جوړ کړی چی غړي یې ریشتیني او د اهلیت خاوندان وي.

دغو وزیرانو د اعتماد رایه واخیسته:

۱ـ جنرال عبدالرحیم وردک، دفاع وزیر

۲ ـ محمد حنیف اتمر، داخله وزیر

۳ ـ حضرت عمر زاخیلوال، مالیې وزیر

۴ ـ داکتر غلام فاروق وردک، معارف وزیر

۵ ـ داکتر سید مخدوم رهین، اطلاعاتو اوکلتور وزیر

۶ ـ محمد آصف رحیمی، زراعت وزیر

۷ـ وحیدالله شهرانی، معدنونو او صنایعو وزیر

دغو وزیرانو د اعتماد رایه وا نه اخیسته:

۱ـ محمد سرور دانش، عدلیې وزیر

۲ ـ عبیدالله عبید، تحصیلات عالی وزیر

۳ ـ محمد اسمعیل خان، د انرژی او اوبو وزیر

۴ـ عنایت الله بلیغ، حج او اوقافو وزیر

۵ ـ میرزا حسین عبداللهی، فواید عامې وزیر

۶ ـ داکتر سید محمد امین فاطمی، د روغتیاوزیر

۷ ـ داکتر انورالحق احدی، اقتصاد وزیر

۸ ـ انجنیر امیرزی سنگین، مخابراتو وزیر

۹ـ غلام محمد ییلاقی، تجارت وزیر

۱۰ ـ ویس احمد برمک، د کلیو پراختیا وزیر

۱۱ ـ محمد اسمعیل منشی، دکار اجتماعیچ ارو، شهیدانو او معلولینو وزیر

۱۲ ـ محمد الله بتاش، ترانسپورت وزیر

۱۳ ـ حسن بانو غضنفر، دښځو د چارو وزیره

۱۴ ـ عنایت الله نظری، د مهاجرینو وزیر

۱۵ ـ سید حامد گیلانی، د سرحداتو او قبایلو وزیر

۱۶ ـ خداداد وزیر مبارزه با مواد مخدر

۱۷ ـ انجنیر یوسف پشتون، د ښاری پراختیا وزیر

XS
SM
MD
LG